حوت 29, 1401 11:27 Asia/Kabul
  • د ماشومانو په نظر مینه څه ده؟

یو شمېر متخصصانو دا پوښتنه د ٤ – ٨ کلنو ترمنځ ماشومانو څخه وپوښتل چې: ” مینه یعنې څه؟“د ماشومانو ځوابونه له اټکل او توقع ډېر لوړ وو.

د ماشومانو په نظر مینه څه ده؟

یو شمېر متخصصانو دا پوښتنه د ٤ – ٨ کلنو ترمنځ ماشومانو څخه وپوښتل چې: ” مینه یعنې څه؟“د ماشومانو ځوابونه له اټکل او توقع  ډېر لوړ وو.

ځينې  ځوابونو داسې وو؛

_ مینه هغه وخت دی، چې یو کس ته ووايئ کميس مې دې ډېر خوښ شو او وروسته له هغې یې هره ورځ هماغه کميس واغوندي. ( نوئل، اووه کلن)

_ مینه هغه وخت وي چې مور مې د پلار لپاره قهوه چمتو کوي او وړاندې له هغې چې د پلار مخې ته مې کېږدي، لومړی يې څکي ترڅو ډاډه شي چې خوند يې ښه دی. (دني، اووه کلن)

_ هغه وخت چې نیا مې ارتروز ونيوله، نور يې نشو کولای ځان قات او د پښو نوکان رنګ کړي. نیکه به مې تل دا کار ورته ترسره کاوه، حتا کله يې خپله هم ارتروز ونيوله. مینه یانې همدا. (ربکا، ٨ کلنه)

_ مینه هغه وخت ده چې یوه نجلۍ په خپل صورت عطر وهي او يو هلک ادوکلن وهي او له یو بل سره بهر ځي او يو بل بويوي. (کارل، پنځه کلن)

_ مینه هغه وخت ده چې تاسې ډوډۍ خوړلو ته بهر ځئ او ډېری وخت خپل چپس یو کس ته ورکوﺉ، پرته له دې چې هغه اړ کړﺉ خپل مال تاسې ته درکړي. (کريس، شپږ کلن)

_ که غواړﺉ چې مينه کول زده کړﺉ، بايد له هغه ملګري/ ملګرې چې بد مو ترې راځي، پيل کړﺉ. (نېکا، شپږ کلنه)( موږ څو ميليونه نورو نېکاوو ته اړتيا لرو.)

_ مينه يوې کوچنۍ بوډۍ او بوډا په څېر ده، چې له اوږدو کلونو وروسته بیا هم یو بل سره مينه لري. (ټامي، پنځه کلن)

_ مینه هغه وخت وي چې مور د چرګ/ چرګې غوښې ښه ټوټه پلار ته ورکړي. (الین، پنځه کلنه)

_ کله چې تاسې یو کس سره مینه لرۍ، باڼه مو ښکته پورته کېږي او له منځه يې کوچني ستوري بهر وځي. (کارن، اووه کلن)

_ تاسې نبايد يو کس ته ووايئ، چې پرې مين يا ميئنه يئ، مګر هغه وخت چې په رښتیا هم ستاسې موخه همدا وي. خو که موخه مو واقعا مینه ده بايد ډېر يې ووايئ. خلک معمولا هېروي!

تگ