حوت 29, 1401 11:13 Asia/Kabul
  • د ځینو کلماتو استعمال د ناکامۍ باعث ګرځي

که مونږ د ماشوم د شخصیت په اړه منفي فکر وکړو یا داسې خبرې وکړو چې د هغې په روان بد تاثیر ولري، امکان ددې شته د ژوند د لارې مسیر یې تغیر کړو.

که مونږ د ماشوم د شخصیت په اړه منفي فکر وکړو یا داسې خبرې وکړو چې د هغې په روان بد تاثیر ولري، امکان ددې شته د ژوند د لارې مسیر یې تغیر کړو.

مثلآ:

ماشوم ته د کم عقل او ناپوهه کلمه استعمالول،دا هم جوته ده چې د ماشوم فکر خام دی. امکان ځنې کارونه یې سم نه وي،خو رټل یې د حل لار نده.

کله چې ماشوم ته وویل شي چې ته د زده کړې لایق نه یې درس ویل ستا لپاره اړین ندي،ته ناپوهه یې، سم درس نشې زده کولای.

امکان دا ماشوم نابغه وي د IQ  درجه یې لوړه وي مګر دلته مونږ شخصیت وژنه وکړه، پایله یې حتمي منفي کیږي.

یو عالم لیکي:

په ټولګي کې یو ښوونکي خپل زده کوونکي ته وویل ته کم عقل یې له درس ویلو تیر شه کوم کسب وکار زده کړه.

زده کوونکي همهغسې وکړل درس یې پریښود کسب وکار یې زده کړو، په خپل کسب کې یو نوموتې شخص شو.

مګر اولس کاله یې د کم عقلو خلکو په څیر تیرول،فکر یې کوو چې یواځې یو کسب کار یم.

یو ورځ یې یو پوهه عالم شخص دوکان ته راغې ددې تر سره شوي کارونه یې ولیدل او ورته یې وویل:

ته یو لوی نابغه یې.

ددې خبرې په اوریدو کسبه ډیر خوښ شو،

پلټنه یې پیل کړه د نابغه خلکو سره یې لیدنې وکړې د هغوئ په څیر چلند یې پیل کړ.

یو وخت داسې راغې چې خلک ورته ګوته په غاښ شو.

کله چې یې د  ذهن درجه تر څیړنې لاندې ونیول شوه د IQ درجه یې ۱۶۰ درجې وه.مګر هلته ددې ماشوم شخصیت وژنه شوی وه ،پوهه ته د ناپوهه خطاب شوی وو نتیجه د عمل پر بناء ده.

زمونږ د ټولنې لویه بد بختي همداده چې تل په کور،کلي،ښوونځي او یا نور عامه ځایونو کې په مختلف ډول شخصیت وژنه کوو.

کچیرته خپلو کوچنیانو ته مثبت ذهنیت ورکړو افکار یې مثبت لور ته ثوق کړو د راتلونکي نابغه ګان دي.

تگ