حوت 25, 1401 09:42 Asia/Kabul
  • ولې خراب غاښونه د انسان روغتیا زیانمنوي؟

ستاسې غاښونه او وورۍ ستاسې پر روغتیا پراخه اغېز لري،‌ د الزایمر له ګواښه نیولې بیا تر شکرې او زړه ناروغۍ پورې.

ستاسې غاښونه او وورۍ ستاسې پر روغتیا پراخه اغېز لري،‌ د الزایمر له ګواښه نیولې بیا تر شکرې او زړه ناروغۍ پورې.

ښايي ځينې غاښونه مو کاږه واږه، ګډوډ او خراب او وورۍ مو هم التهابي سوې وي، خو که غواړئ روغ او ښه غاښونه ولرئ هره ورځ یې باید د روغتیا لپاره ځینې کارونه ترسره کړئ.

زمونږ د خولې او غاښونو روغتیا یوازې زمونږ د ووریو په التهابي کېدو او د غاښونو په درد پورې نه ده محدوده، بلکه د خوړو له رژيم نیولې تر ټولې روغتیا او آن د مرګ تر خطره اغېز لرلی سي.

لامل دا دی چې، د ووریو ناروغي یوازې تر خولې محدوده نه پاتې کېږي، بلکه پر شکر، د زړه او الزایمر ناروغیو د اخته کېدو یو دلیل هم د غاښونو او ووریو خرابوالی په ګوته سوی.

خو له بده مرغه د غاښونو او ووریو روغتیا تر ډېره له پامه غورځول کېږي.

(پریودونتایتیس) هغه ناروغي ده چې د ووریو له خرابېدو وروسته پرې انسان اخته کېږي.

دغه ناروغي د غاښونو له خرابېدو وروسته دویمه هغه ناروغي ده چې ګڼ شمېر خلک پرې اخته کېږی.

پر دغې ناروغۍ اخته ۴۷ سلنه هغه کسان دي، چې له ۳۰ کلونو پورته عمر لري،.په ۶۵ کلنۍ یا له هغه پورته عمر کې ۶۴ سلنه په منځنۍ یا شدیده کچه (پریودونتایتیس) ناروغي لري.

دا ناروغي د نړۍ په کچه یوولسمه عامه ناروغي ده چې ډېر خلک پرې اخته کېږي.

پریودونتایتیس ناروغي د ووریو د پاسه عفونت یا مکروب نه دی او د خندا پر مهال نه مالومېږي. دا ناروغي د ووریو لاندې وي، کله چې وورۍ التهابي سي،‌ له هغې وروسته مکروبونه له ووریو د غاښونو ریښې او ووریو تر منځ سوریو ته ننوځي او هلته د غاښونو د خوندي ساتلو موجوده جوړښتونه زیانمنوي.

پریودونتایتیس یوه پټه ناروغي ده ځکه ډېری خلک چې پرې اخته کېږي، پیل کې پرې نه پوهېږي تر هغې چې ناروغي پرمختللې کچې ته نه وي رسېدلي.

جنیتیکي موارد هم د دغې ناروغۍ په رامنځته کېدو کې رول لري او د خولې او غاښونو پاکوالی هم پرې اغېز کوي.

د بریتانیا د سنټرل لنکاشیر پوهنتون د غاښونو د برخې یو لوړ پوړی څیړونکی، سیم کی سینګهرو وايي، تر ۴۰ یا ۵۰ کلنۍ پورې د ډیرو خلکو پام دغې ناروغۍ ته نه وي، په دغه موده کې ښايي د غاښونو جوړښت سخت زیانمن شي او غاښونه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ سي، او دغه مکروبونه او عفونت بیا له غاښونو آن د وینې جریان ته لار مومي.

ښاغلي سینګهرو زیاته کړې: "که فکر وکړئ د ویني جریان د بس یو موټر دی او سورلۍ پورته کوي، خوله کې د بکتریا په څېر موجوده

څېزونه د بدن ټولو برخو ته ځي. ځینې مغزو ته، ځینې شریانونو او یو شمېر بیا پانکراس کې ښکته کېږی."

په حقیقت کې پریودونتایتیس د نړۍ له ځینو عامو غیر ساري ناروغیو سره تړاو لري لکه: د زړه ناروغي، د شکرې ناروغي، چاغوالی، د سرطان، روماتیزم، د میندوارۍ ستونزې او ورته نورې ناروغۍ.

نو که غواړئ له دې ټولو ناروغیو په امان اوسئ او روغ صحت ولرئ باید د خپلو غاښونو روغتیا ته پام وکړئ.