حوت 25, 1401 09:40 Asia/Kabul
  • د نړۍ يو شمېر هېوادونو کې د چنګښو د مړينې له امله ملاريا ناروغي زياته سوې ده .

د لوی خدای ج په خلقت کې د ټولو موجوداتو شتون د يو او بل لپاره اړين دی او بيا د انسانانو لپاره سترې ګټې په کې نغښتې دي.

ژوندي او غير ژوندي موجود په مستقيم او نامستقيم ډول انسان لپاره ګټه لري.

چنګښې هغه موجودات دي، چې د دوی خوراک مضرې غوماشې او په ځانګړې ډول د ملاريا غوماشي دي.

که چېرې يوه سيمه يا هېواد کې د ملاريا ناروغۍ چټکتيا ډېريږي، نو له لاملونو يې يو هم د چنګښو کمښت دی.

د مرکزي امريکا په يو شمېر هېوادونو کې هغه مهال د ملاريا ناروغي ډېره پراخه شوه، چې د کبانو نېونې په پار د اوبو ډنډو او سمندرونو کې چاودېدونکي توکي استمعال او پايله کې يې په زيات شمېر چنګښې له منځه لاړې.

چنګښې په ډېر شمېر سره د ملاريا غوماشي، د هغوی هګۍ او بچيان خوري او د چنګښو له منځه تک سره شونې ده، چې ملاريا ناروغي ډېره پراخه شي.

دا مسله د مرکزي امريکا په پاناما، کوسټاریکا، پيرو، چيلي او ځيني نورو هېوادونو کې عملاً پېښه شوې ده.