حوت 25, 1401 09:38 Asia/Kabul
  • د بېنډۍ سرېښناکه ماده (Okra Gel) د وينې بهېدل دروي .

بېنډۍ يوه سرېښناکه ماده لري، چې انګلېسي کې ورته Okra Gel وايي. دغه سرېښناکه ماده کولی سي چې د وجود د هغه برخو وينه ودروي، چې ټپي سوي او صدمه ورته رسېدلې وي.

د بېنډيو د سرېښناکې مادې تجربه اوس مهال پر ځينو حيواناتو تر سره شوې ده او مثبته پايله يې ورکړې ده.

نېږدې وخت کې شونې ده، چې دغه سرېښناکه ماده د انسانانو د درملنې او په ځانګړې ډول د وينې بهېدو پر مهال و کارول سي.

بېنډۍ کې دغه سرېښناکه ماده به په مستقيم ډول په هغه ټپ وهل کېږي، چې وينه ترې بهيږي او همدا ډول به د وينې درونې درملو کې تر کار واخېستل سي.

ډاکټران وايي چې تر اوسه يې انسانانو باندې دغه تجربه نه ده کړې او هيله لري، چې پايله به يې ښه وي.