تنبل څه ډول حیوان دی؟
تنبل یو ډول حیوان دی په انګلیسي کې یې Tanbalاو Sloth بولي ، یعنې همدا د تنبل کلمه ورته کارول کېږي چې تر ډېره په مرکزي او جنوبي امریکا کې پیدا کېږي ، د مخ او بدن وېښتان یې لویېږي.
تنبل یو ډول حیوان دی په انګلیسي کې یې Tanbalاو Sloth بولي ، یعنې همدا د تنبل کلمه ورته کارول کېږي چې تر ډېره په مرکزي او جنوبي امریکا کې پیدا کېږي ، د مخ او بدن وېښتان یې لویېږي ، ژوند یې د ونو په ډډو او ساقو کې وي ، خواړه یې هم د ونو پاڼې او د ډډ پوټکي دي ، دوې دندې لري چې یوه یې خوراک او بله هغه یې خوب دی .
تنبل په شپه او ورځ کې له خوراک او خوبه پرته بل کار نه لري ، کله چې خوراک وکړي بیا ځای نه ګوري او غځېږي ، همدا لامل دی چې له خپلې حیواني نړۍ یې ځانګړنې په انساني نړۍ کې هم په یوشمېر انسانانو کې لیدل کېږي .هغو انسانانو ته چې د تنبل صفت کارول کېږي ، خپله تنبل سره د پرتلې له مخې د یو ډول ځانګړنو لرونکي دي .موږ په انساني ژوند کې تنبل ، له ذهني پلوه کمزوري یا د کمزوري ذکاوت لرونکي کس ته هم کاروو ، د تشبه د وجهې فلسفه یې له خوراک او خوب پرته بل فعالیت نه کول دي چې د پرتلیزو ځانګړنو له مخې ، دا وجهه یا ګډ صفت له هغه اصلي تنبله یا ځنګلي حیوانه اخیستل شوې .په انساني ټولنه کې چې کوم انسان ذهني کمزوري یا کمزوری ذکاوت ولري ، لامل یې هڅه او ذهني فعالیت نه کول دي چې پایله یې ذهني کمزوري ده .هغه انسان چې پر ځان سخته نه لورېږي ، خپله فعالیت نه لري او د خپلو غوښتنو د پلي کولو لپاره بله وسیله کاروي ؛ هم تنبل ګڼل کېږي یا دغلته موږ ورته د لټ کلمه هم کاروو .یو انسان چې د شپې وخته یا ناوخته ویده کېږي ، سهار ناوخته پاڅېږي ، ساعت نیم ساعت تلویزیون ، کتاب ، یا بل بې اغېزې فعالیت ترسره کوي ، خوراک کوي خو بیا بېرته ویده کېږي ، پرته له شکه چې ورځنۍ چارې یې که زده کړې یا نورې چارې وي ، ستونزمنې کېږي او دی په ذهني توګه یې د ترسراوي جوګه نه وي . دغه حالت د اصلي تنبل حالت هم دی .د پرتلې له مخې موږ ټول په خپل وجود کې د فیصدۍ تر بریده د تنبلۍ ځانګړنې لرو ، هوښیار او خوځنده انسانان بیا د دې حالاتو درک کولو سره یې پر وړاندې درېږي او ځان پرې برلاسي کوي .ارواپوهنه فقر د تنبلۍ په ځانګړنو کې شمېري او استدلال کوي چې تنبل انسان د کارو روزګار او کوم مهارت په لټه نه وي او همدا لامل وي چې هم یا بې کاره کېږي او یا کم کار پیدا کوي . د دې خبرې معنی دا نه ده چې هر فقیر انسان تنبل او هر تنبل انسان فقیر وي ، دا صفت په نورو انسانانوکې هم خورا لوړ دی . دویمه ځانګړنه یې پر ځان چندانې باور نه لرل دي چې هم تنبلي ده او هم تنبلي ډېروي . موږ په ژوند کې ځیني کارونه پر خپل وخت نه کوو او شاته یې غورځوو ، یا د سم نه ترسره کولو جرأت نه کوو او یا هم وایوو چې له وسې مو پوره نه دي .د ارواپوهنې له نظره د تنبلو انسانانو اړتیاوې هم په اسانۍ نه بشپړېږي . د بېلګې په توګه یو څوک هیله لري چې جماعت ته لاړ شي خو د تللو هڅه نه کوي او یوازې له الله ج د توفیق غوښتنه کوي . یا یوڅوک له الله جل جلاله پراخ رزق غواړي خو له خپل کور دباندې نه وځي چې کار وکړي او پرې رزق وګټي . الله جل جلاله لکه د موسی علیه السلام قوم موږ ته من او سلوا له اسمانه نه رالېږي ، موږ ته د رزق پیدا کولو وسیلې زموږ د هڅو له مخې برابروي .د تنبلو انسانانو بله ځانګړنه دا ده چې پرته له استثنأ څخه ، بریالي نه وي .د تنبل انسان نه دنیاوي چارې سمې وي او نه یې اخروي ، هغوی چې د دنیا ژوند کې ځان او چارو ته رسیدګي نه شي کولای ، د اخرت چارو ته یې رسیدګي هم ستونزمنه وي . موخه داده چې نه د دنیا وي او نه د اخرت.د تنبلو انسانانو اندېښنې او د نورو انسانانو د تکلیفولو ګراف لوړ وي ، هغه پر دې منطق چې خپلې چارې پر نورو ترسره کوي نو حتمي ده چې نور په تکلیفوي او اندېښنې یې ځکه ډېرې وي چې چارې یې منظمې نه وي .دغه ډول انسانان خیال ډېر ګوري خو عمل یې لږ وي او کوم فعالیتونه چې کوي ، پایله یې خوښوونکې نه وي .