حوت 20, 1401 11:57 Asia/Kabul
  • ساینسپوهانو ګڼ کهکشانونه کشف کړل

ستورپېژاندو د ستورو یوه ټولګه کشف کړې چې ګومان کېږي ستر کهکشانونه دي چې تر بیګ بانګ له ۵۰۰ میلیونه تر ۸۰۰ میلیون کاله وروسته رامنځته شوي دي.

 

د دې څېړنې پر اساس، چې پایلې یې ساینس مجلې د چهارشنبې په ورځ خپرې کړې، د ستورو د پنځېدا بهیر (پروسه) د فضا د رامنځته کېدا په لومړیو کې ډیر چټک و او دا ستر کهکشانونه د دې ډول بهیر محصول دي.

که څه هم جېمز ویب فضايي ټیلسکوپ تر دې پخواني کهکشانونه هم تشخیص کړي چې لرغونتوب یې تر بیګ بانګ کابو ۳۰۰ میلیون کاله وروسته اټکل کېږي، خو د دغو شپږو کهکشانونو ستروالی او بلوغ د ساینسپوهانو د حیرانتیا سبب شوی دی.

د استرالیا په سوین برن پوهنتون کې د دې څېړنې مسوول ایوو لابې او همکارانو د خپلو څېړنو په پیل کې ګومان کاوه چې ښايي څو کوچني کهکشانونه به کشف کړي.

ده نړیوالو خبري اژانسونو ته وویل:«که څه هم اکثره کهکشانونه چې د قضا په دې برخه کې دي، لا کوچني دي او د وخت په تېریدو لویږي، څو خورا ستر کهکشانونه په چټکه د بلوغ پړاو ته رسیدلي دي. د دې توپیر دلایل لا څرګند نه دي.

د ساینسپوهانو په وینا، داسې ښکاري چې د دغو شپږو سترو کهکشانونو د هر یوه وزن زموږ د لمر څو ملیارد برابره ډیر وي. د هغو یوازې د یوه کهکشان د ټولو ستورو وزن تر لمر سل ملیارد برابره دی.

ایوو لابې او همکارانو یې په پیل کې شک درلود چې د دوی د څېړنې نتیجې به له حقیقت سره سر نه خوري او د شیدو لار له کهکشان په یوه اندازه بلوغ ته رسیدلي کهکشانونه به د فضا د رامنځته کېدو په لومړي پړاو کې هم موجود وو.

دا فضايي اجرام دومره ستر او نوراني وو چې څېړونکو فکر کاوه تېروتنه یې کړې ده.

د کهکشانونو په اړه څېړنه د جېمز ویب فضايي ټیلسکوپ د معلوماتو پر اساس شوې ده. چیمېر ویب، چې د ناسا او د اروپا د فضايي ادارې په همکارۍ په نژدې ۱۰ میلیارد ډالرو جوړ شوی، څه باندې یو کال وړاندې قضا ته ولېږل شو او د هابل ټیلسکوپ ځای یې ونیوه چې نژدې ۲۳ کاله پخوا فضا ته استول شوی و.

تگ