مصنوعي ځیرکتیا په هوايي جګړه کې پیلوټ ته ماتي ورکړه
د چین هېواد څېړونکي وايي چې د نوي زمانې هوايي جګړې چې مصنوعي ځیرکتیا به په هغوی کې پوره لاس ولري، ورو ورو د پېښېدو په حال کې دي. څېړونکو په یوه ازمایښت کې دوې الوتکې چې یو شان وزرونه یې درلودل، وکارولې چې یوه یې د مصنوعي هوښ په واسطه (له هواباز/پیلوټ پرته) او بله یې د پیلوټ/هواباز لخوا کنترول کېده.
ژباړه: هلمند اڅړ
د Digiato د راپور په اساس:
د چین هېواد څېړونکي وايي چې د نوي زمانې هوايي جګړې چې مصنوعي ځیرکتیا به په هغوی کې پوره لاس ولري، ورو ورو د پېښېدو په حال کې دي. څېړونکو په یوه ازمایښت کې دوې الوتکې چې یو شان وزرونه یې درلودل، وکارولې چې یوه یې د مصنوعي هوښ په واسطه (له هواباز/پیلوټ پرته) او بله یې د پیلوټ/هواباز لخوا کنترول کېده.
مصنوعي ځیرکتیا اوسمهال یوازې په شطرنج کې انسانان نه ماتوي. د چین پوځي څېړونکي ادعا لري چې یوې ښکاري الوتکې چې د مصنوعي ځیرکتیا په واسطه کنترولېده، په لومړي ځل یې وکولی شول چې د (Dog Fight) په هوايي عملیاتو کې چې ۹۰ ثانیې دوام یې وکړ، یو انسان هواباز ته ماتې ورکړي.
د SCMP د راپور له مخې، د محاسباتو په ترسره کولو کې د مصنوعي ځیرکتیا پورته وړتیا وکولی شول چې په دې سیالۍ کې انسانانو ته ماتې ورکړي. د دې څېړنې څېړونکو ویلي دي چې مصنوعي هوښ کولی شي چې د جګړې د پرمختللي شکل کره وړاندوینه وکړي.
د چیني څېړونکو په وینا: مصنوعي هوښ چټک غبرګون ښيي!
که څه هم په دې برخه کې ننګونې شتون لري خو د پوهانو په اند دې تجربې وښودله چې د مصنوعي ځیرکتیا نوښت کولی شي چې په هوايي برخه کې هم وکارول شي. د چټک غبرګون او خپلسري پرېکړې وړتیا ته په کتو سره دا الوتکې کولی شي چې له انسانانو څخه هم ښه کار وکړي.
سربېره پر دې، له دې وروسته به د ځینو ستونزو لکه د اکسیجن د کموالي له امله د مرګ ژوبلې اندېښنه هم له منځه لاړه شي.
یوازې چین نه دی چې غواړي مصنوعي ځیرکتیا په هوايي ځواک کې شامله کړي، له دې مخکې امریکا هم دې ته ورته پروژه پیل کړي وه چې د Heron Systems پورې اړوند مصنوعي ځیرکتیا په واسطه یې وکولی شول چې د خپل ځواک یو هواباز ته ماتې پرې ورکړي.
دې پېښو ته په کتو، داسې ښکاري چې په هوابازۍ/پیلوټۍ کې د ښکاري الوتکو راتلونکی هم د بدلون په حال کې دی. هېوادونه د دې سیستمونو په کارولو سره کولی شي چې د انساني تلفاتو له مصرف پرته خپل عملیات ترسره کړي.