څنګه کولی شو چې ورځ تر بلې پرمختګ وکړو؟!
لیکوال: ژباړه او زیاتونه: غازي عابد
زه هر وخت هڅه کووم چې نوي څه زده کړم او لږ تر لږه داسې څه وکړم چې هره ورځ ورسره ښه پرمختګ وکړای شم. کیدای شي دا پرمختګ ډیر لږ وي، خو حتمي ده چې زما دا کوچنی پرمختګ ورو ورو ستر شي او یو غټ بدلون راولي.که هره ورځ د پرمختګ لپاره یو فیصد فکر وکړو، نو هره ورځ به مو د یوې روغې ورځې بنسټ او اساس ایښی وي. که چېرته موږ په همدې ډول سره مخ ته لاړ شو، نو دا حالت به پر موږ یو سالم اغیز ولري او تر ډیره به مو د پرمختګ پر لوري بوځي.هره سهار وختي پاڅیږئ او له ځانه وپوښتئ چې که زه هره ورځ یو فیصد پرمختګ وکړم، کولی شم چې په خپل شخصیت او مسلک کې غوره بدلون راولم.خو په ټوله کې که هره ورځ موږ یو سلنه د ځان په اړه مثبت تصور وکړو، نو د کال په پای کې به موږ تر ۳۷ سلنې هم زیات پیشرفت کړی وي. نو کوښښ باید وشي چې تل د خپل ځان په اړه د پرمختګ او مخکې تګ تصور وشي، که داسې وشول، نو خامخا به نړۍ درته د پرمختګ یو مناسبه لار شي او په کې روان به یاست.اوس هم دلته ځیني لارې چارې دي، چې باید د خپل روزانه پرمختګ لپاره یې په نظر کې ونیسو:۱- هیڅکله زده کړې ته بس مه وایه!هره ورځ نوي څه زده کړئ، که دا زده کړه هر څه وي، مثلاً د کتاب لوستل، د یوې غوزې د پوټکي پاکول لکه چهار مغز یا (اغوز) څخه د پوستکي لرې کول او یا د یوه بل ښه کار ترسره کول وي.که چیرته همدا اوس دا کار پیل کړئ، نو د ژوند په لس سلنه برخه کې به تاسې په خپل مسلک کې یو پياوړی او په اصطلاح نړیوال رهبر و اوسئ. خو دا کار عملي کول ژمنتیا او پرلپسي والی غواړي، نه دا چې نن یې وکړې او وروسته یې شاته وغورځوې.که یو څوک هسې کیښني او حرکت ونه کړي، نو هغوی به وروسته پاتې وي، ځکه څیړنې ښيي چې تقریباً ۴۲ سلنه کسان چې له پوهنتونو یا کالجونو فارغ شوي، هغوی هیڅ نور کتابونه نه دي لوستي چې دا ددې لامل شوي څو له سمو زده کړو او پرمختګ لرې پاتې شي.۲- بدل او مختلف څه ترسره کړئکه چېرته ته خپل تغیر او بدلون په نورو خلکو پورې وتړي، چې هغوی څنګه ځي او ته هم یوازې کټ مټ هماغسې کوي، هیڅکله به بریالی او غوره نه شې، ځکه دا به ناممکنه وي چې بیا لږ هم مخکې لاړ شې. بلکې هڅه وکړه چې په ډیر دقت سره نوي څه ترسره کړې، څو پرمختګ وکړې او په ځای پاتې نه شې.په پښتو کې یو متل هم دی چې کارغه د زرکې تګ کاوه خپل ترې هیر شو، ته به د بل چا پيښې کوې خپلواک تګ او فکر به درځیني پاتې وي.۳- په بې رحمانه او کلکه سره خپل خوبونه تعقیب کړهد یوه کار لپاره په زرهاوو ساعتونه او وختونه لګول خامخا پایله لري او دا حقیقت هم دی، نو په دې حقیقت سره موږ ویلی شو چې څومره موږ خپل خوبونه تعقیبوو هغمره موږ پرمختګونه کوو.کیدای شي چې زموږ خوبونه به ژر واقعیت نه شي، خو په اوږد مهاله کې کیدای شي یو روښانه راتلونکی ولرو او زموږ د خوب په شان ارمانونه او فکرونه د عمل په جامه کې ووینو. ۴- د هغو خلکو په مقابل کې سیالي وکړه چې له تا ښه ديهغو ځایونو ته هم ولاړ شه چېرته چې ته فکر کوې، بې ګټې به وي. یعنې له اوچتو او لوړو کارونو کوونکو سره سیالي کول مو له داسې لارو چارو سره بلدوي، د کومو په وسیله چې کولی شي لا ښه پرمختګ وکړئ.له داسې لوړو خلکو سره د سیالۍ له امله به ته په هغه څه وپوهیږې او زده به یې کړې، چې تر اوسه به دې په نورو لارو چارو نه وي زده کړي.یعنې هدف دا دی چې له ځانه سره په پټه او غیرې مستقمه توګه ځیني لوړ پوړي پوه کسان وټاکه او بیا ځان سره ژمنه وکړه چې باید هغوی غوندې شم، کله چې موږ وغواړو هماغسې لوړو ځایونو ته ورسیږو، حتمي ده چې د هغوی دغه ځای ته رسیدل به مطالعه کوو او وینو، که مو دا ولیدل، بیا موږ ته هم پته لګیږي چې لوړو پوړو ته رسیدل په علم، ډیر کار او زیار کې شته، باید زه هم د هغوی په شان کار و هڅه او زده کړه وکړم، که دا مې وکړل، دا نو له پوهو خلکو سره ښه سیالي ده.۵- خپل ځانته مو ډیر لږ وخت ورکړئیعنې خپل وخت په لاسته راوړنو ولګوئ، د بیلابیلو نوښتونو او اختراع ګانو په کولو سره مو خپل ځان حیران کړئ، که چېرته مو داسې وکړل، نو باوري خبره ده چې خپل موثریت او اغیزناکتوب ته به لا ډیر پرمختګ ورکړئ. همدارنګه په دې سره شاید تاسې صنعتي، کاري او ورزشي برخه کې خپله انرژي او قوت د پرمختګ لپاره په بیلابیلو لارو واچوئ. ۶- اهداف مو وټاکئموخې مو ولیکئ، ځکه د خپلو موخو ریکارډول او ټاکل مو سل سلنه ور رسیدو کې مرسته کوي. لنډ مهاله، منځمهاله او اوږدمهاله اهداف مو ولیکئ او په فعاله توګه یې د لاسته راوړلو لپارهه منډې ترړې ووهئ، ځکه دا به تاسې ته د لاسته راوړنې احساس او الهام درکړي.۷- نه ووایهپه ژوند کې هر مشکل ته (نه) ووایه، یعنې هغه ستونزه چې تاسې دې ته لمسوي څو پرمختګ ونه کړئ او کار ونه کړئ، که داسې څه مو احساسول ورته (نه) ووایه او خپل کار و زیار ته دوام ورکړه.۸- تل تازه او سوچه اوسئتل هڅه وکړئ چې تازه او نوي اوسئ. هر ډول ستونزې وزغمئ، له فرصتونو ګټه واخلئ او ژورو ته یې ورشئ. همداراز خپلې مفکورې مو شریکې کړئ او بیرته یې نتیجه هم ووینئ او یاد لرۍ چې تل زړور اوسئ. ۹- تل لټوونکی اوسهله خلکو سره ووینه، له بیلابیلو قشرونو سره ارتباط ولره، هیڅکله د ښو لارو په موندنه کې له پوښتنې مه ویریږه. هیڅکله د خلکو د شهرت له امله مه تسلمیږه، بلکې مقابله وکړه او کار وکړه. په دې باید کلک باوري اوسې، چې که چیرته ته له نورو خلکو سره ونه وینې، ورځینې زده کړه ونه کړې، ترې پوښتنه ونه کړې، نو هیڅکله به د هغو خلکو په شان نه شې چې پرمختللي دي.۱۰- سفرونه وکړهزړه مو خوښ، سینه مو پراخه او ذهن مو خلاص کړئ، بیلابیلو ځایونو او هیوادونو ته ولاړ شۍ، خو یوازې تګ نه؛ بلکې په اړه یې ځان پوه او ویې پيژنئ، د بیلابیلو ټولنو او کلتورونو په پيژندلو سره کولی شو چې اصلاحات راولو او نیمګړتیاوې درک کړو.۱۱- خپلې مفکورې مو ثبت یا ریکارډ کړئخپل فکرونه او مفکورې مو له ځانه سره ریکارډ او په کتابچه کې یې ولیکئ او عملي یې کړئ، ځکه له دې لارې کولی شۍ چې خپل فکرونه ژوندي وساتئ او د ژوند ډیرو برخو ته یې حل لارې راوباسئ.۱۲- بې ځایه وخت مه تیروئخپل وخت بې ځایه یا په کم ارزښته شیانو او کارونو مه تیروئ، بلکې خپل وخت مو په داسې کارونو مصرف کړئ چې درته اوږدمهاله ګټه ولري. مثلاً که په یوه ملاقات ستاسې ۳۰ دقییقې لګیږي او تاسې ۳۷ دقیقې مصرفوۍ، نو په اوونۍ کې به تاسې تقریباً شا او خوا ۱۲ ساعته بې ځایه مصرف کړي وي. یعنې که خپل لږ وخت هم بې ځایه تیرکړئ او بیا یې وروسته حساب کړئ، نو درمعلومه به شي چې تاسې زښت زیات وخت بې ځایه مصرف کړی دی.دا خو لا په میټینګونو کې د وختونو د نه ضایعه کیدو خبره کوي، بلکې له دې بغیر ځیني خلک په ځینو لوبو چې دومره ډیره اړتیا یې هم نه وي، خپل وخت ډیر بې ځایه تیروي، که داسې وکړئ، دا کار په واقعیت کې د وخت وژنه ده.۱۳- ستونزې درک کړهکه کله تیروتې یا په غلطه لاړې، ژر یې درک او اصلاح کړه. هڅه وکړه چې ټولې ستونزې او خلاوې دې ډکې کړې، ځکه که مو دا وکړل او اصلي ستونزو ته مو پام شو، خامخا به سم لوري ته برابر شوي یاست.۱۳- په خلکو باور وکړهډیر کله په شیانو او مادیاتو پورې مه نښلئ، بلکې خلکو په منځ کې باور پیدا کړئ او په خلکو بارو وکړئ، نورو ته په خلاص مټ ښه راغلاست ووایۍ او د هغوی ارادو ته په بدو مه ګورئ.۱۴- ته څوک یې؟ځان وپيژنه چې ته څوک یې، د خپل شهرت پر ځای دې په خپل کیفیت کار وکړه. یعنې خپل حیثیت، مقام، اخلاق او شکل دې ښکلی کړه، ځکه ستا حیثیت، تا خلکو ته ورپيژنې، چې ته څوک یې.۱۵- تواضع یا عاجزي ولرئله نورو خلکو سره هغومره ښه چلند وکړه څومره چې درسره هغوی کړی. ورسره عاجز اوسئ، هیڅکله بې ځایه غرور او تکبر مه کوئ.