ټویټر ادارې خپل نور کارکوونکې هم له دندو ګوښه کړي
حوت 10, 1401 11:37 Asia/Kabul
د ایلون ماسک شرکت ټویټر تازه پنځوس تنه مسلکي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي.
ټویټر ادارې خپل نور کارکوونکې هم له دندو ګوښه کړي
د ایلون ماسک شرکت ټویټر تازه پنځوس تنه مسلکي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي.
د را پورونو له مخې یاد کارکوونکو د ټویټر انجینرۍ، اعلاناتو او ټویټر ایپ برخو کې دندې درلودې چې د یاد شرکت د مشر له لورې له دندو ګوښه شوي دي.
د معلوماتو له مخې په ټولنیزو رسنیو کې ټویټر یواځینی شرکت دی چې تر ټولو زیات کارکوونکي یې له دندو ګوښه کړي او په عوایدو کې یې د پام وړ کموالی هم راغلی دی.
ایلن ماسک تر دې وړاندې د خپل شرکت اویا سلنه کارکوونکي ګوښه کړی وو او هم یې د دفترونو بېلا بېل توکې لیلام کړي وو.