یوې مېرمنې پنځه ماشومان وزېږول
په پولینډ کښې یوې مېرمنې د ولنټاين په ورځ پنځه بچیان وزېږول.
پولینډۍ مېرمنه ډومنیکا کلارک چې خاوند یې د بریتانیا اوسېدونکی دی له مخکې څخه اوه بچیان لري چې عمرونه یې له لسو میاشتو رانیولی تر دولسو کلونو پورې دي.
دغې پولینډۍ مېرمنې ډومنیکاکلارک په کراکوف ښار کښې په یوه روغتون کښې دغه ماشومان زېږولي دي او هغې له خپل انګریز خاوند سره یوځاې له رسنیو سره په مرکه کښې وویل مونږ د اتم ماشوم د راتلو په تمه وو خو پینځه بچیان مې وزېږول.
دغه پینځه نوزیږي ماشومان د ساه په اخیستلو کښې مشکل لري او هغوې ته اوس اکسیجن ورکول کیږي.
په دغو پینځو نوزېږو کښې درې انجلۍ او دوه هلکان دي او نومونه یې هم اریانا ، ایلزبت ، ایونجلین، چارلس او هینري کېښودل شوي دي.
ډومنیکا کلارک دغه کار یوه معجزه بللي ده ځکه چې د روغتون مسوولانو ویل په پنځوسو میلیونو مېرمنو کښې یوه ښځه پینځه بچیان زېږولي شي.