حوت 01, 1401 08:26 Asia/Kabul
  • د بدن لپاره د سنځلو ګټې!

سنځله ددې ترڅنګ چې ښکلی ګل او سکون بښونکی بوی لري، روغتیا پالان باور لري، چې خوړل يې ځينې روغتیايي ګټې هم لري.سنځله ویټامین سي، ویټامین بي، یو اندازه ویټامین کې، او کلسیم لري، هغه کسان چې کمزوري هډوکي لري، یا هغه مېرمنې چې د پښو زنګانونه یې خوږېږي د سنځلې خوړل ورته ګټه رسوي.

ډېر عمر لرونکو کسانو ته هم ګټور دي، ځکه له عمر سره یې سم د دوی هډوکي هم خپل قوت له لاسه ورکوي.

همدارنګه سنځله هضمي سیستم سره مرسته کوي، او د نس ناستې ناروغي په مخنیوي کې ونډه لري، او که په ورځ کې مناسبه اندازه سنځلې وخوړل شي نود شکرې ناروغۍ په مخنیوي کې هم مرسته کولای شي.

د سنځلو خوړل د معدې او ینې د پیاوړي کېدو لامل کېږي. سنځلې په خپل ترکیب کې تر ټولو قوي انټي اکسیډان لري، چې د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي.