حوت 01, 1401 08:24 Asia/Kabul
  • دغه عادتونه مو ځیګر ته زیان رسوي

تر ډېره غیر سالم غذایي رژیم او د ژوند نامنظمه تګلاره د ځیګر د ناروغیو اصلي لامل کېدای شي. د خواشینۍ وړ خبره دا ده، چې د ځیګر د ناروغیو درملنه په سختۍ کېږي او ډېر کله ان د درملنې وړ هم نه وي. نو ښه ده چې د روغتیا لپاره یې دغه ټکي په پام کې ونیول شي.

۱- ډېره خوږه مه خورئ

له کچې زیاته خوږه نه یوازې د غاښونو لپاره، بلکې د ځیګر لپاره هم زیان رسوونکې ده. ځیګر د فروکتوز په نوم له خوږې ګټه اخلي او پر غوړو یې بدلوي. کله چې ډېره تصفیه شوې خوږه او هغه شربت وخوړل شي، چې په زیاته کچه فروکتوز لري، په ځیګر کې د زیاتو غوړو د تولید لامل کېږي، چې په پایله کې د ځیګر ناروغۍ زیږوي. وروستیو څېړنو ښودلې ده، چې ډېره خوږه د هغو کسانو لپاره هم چې وزن یې کم وي د الکولو په څېر زیان پېښولی شي. نو هڅه باید وشي چې له ډېرو هغو خوړو چې د خوږې کچه پکې زیاته وي، لکه نوشابې، انرژۍ، غیر سالم جوس او نور ډډه وشي.

۲- په خپل سر یوناني درمل مه کاروئ

یوناني درمل که څه هم چې په پوره طبعي ډول جوړ شوي وي، کېدای شي د ځیګر لپاره زیان پېښ کړي. تاسو به لیدلي وي، چې زموږ ډېری هېوادوال له دې ډول درملو څخه ګټه اخلي او ان د روغتیا وزارت هم د دې ډول درملو درملتونونو ته د کار اجازه ورکړې ده. څېړنو ښودلې ده، دا چې په دې ډول درملو کې د بېلابېلو بوټو د یو ځای کېدو انډول په پام کې نه وي نیول شوی، نو کېدای شي ځیګر ته زیان واړوي او د تور یا هم سپین ژیړي لامل شي. په ډېری هېوادونو کې د دې ډول درملو کارول بیخي بند شوي دي، خو په ځینو هېوادونو لکه هند او نورو کې لا هم له یوناني درملو څخه ګټه اخیستل کېږي او کارونه یې پر یوه سنت بدله شوې ده. خو که یې کاروی، هم باید په دې برخه کې له ډاکټرانو سره مشوره وکړئ.

۳- وزن مو کم کړئ

زیاتې وازدې کېدای شي د ځیګر په سلولونو کې ځای ونیسي او د ځیګر د غوړوالي لامل شي، چې دا خپله د ځیګر لویه ناروغي بلل کېږي. د وخت په تېرېدو سره کېدای شي ځیګر وپړسېږي، کلک شي او جوړښت ته یې زیان ورسېږي. داکټران دې ناروغۍ ته د ځیګر خوړینېدل وایي. د وزن زیاتوالی او په کوچنیوالي کې پر شکرې ناروغۍ اخته کېدل د ځیګر خوړینوالي ته لار هواروي. یوازې یو کوچنی بدلون کولی شي ستاسو ژوند وژغوري. سالم غذایي رژیم او ورزش کولی شي له دې ناروغۍ مو وژغوري.

۴- له اړتیا زیات ویټامین A مه اخلئ

دا سمه ده چې زموږ بدن ویټامین اې ته اړتیا لري، خو ښه دا ده چې د اړتیا وړ ویټامین له سبو او مېوو څخه پوره کړو، هغه هم له سرو، زېړو او نارنجي مېوو څخه. هڅه وکړئ چې په خپل سر د ویټامین اې ټابلېټونه ونه کاروئ، ځکه کېدای شي بدن مو ورته اړتیا ونه لري. په خپل سر د ویټامین اې ګولۍ او بستې کولی شي د ځیګر لپاره نه جبران کېدونکی زیان پېښ کړي. له ډاکټر سره مشوره وکړئ څو پوه شئ، چې ایا په رښتیا سره مو هم بدن ویټامین اې ته اړتیا لري او که نه.

۵- ګاز لرونکې نوشابې مه څښئ

څېړنو ښودلې ده، چې پر الکول سربېره نوشابې هم د دې لامل کېږي، چې تاسو د غوړ ځیګر پر ناروغۍ اخته شی. که څه هم چې په دې برخه کې لا څېړنې روانې دي، خو دا هم یې هم یو دلیل کېدای شي، چې د دې ډول نوشابو له څښلو ډډه وکړئ.

۶- په خپل سر مسکن درمل مه کاروئ

مسکن درمل چې په اډانه کې یې تر ډېره استامینوفن دي، که له کچې ډېر مصرف شي ځیګر ته زیان رسوي. ډېری کسان کله یې چې پر سر او ځان درد وي او یا هم یخ وهلي وي، دغه ډول درمل کاروي. ایا له زیانونو یې خبر دي؟ پر یو وخت د زکام یا رېزش له درملو سره مسکن درمل کارول مو ځیګر ته زیان پېښوي، ځکه کوم درمل چې د زکام لپاره کارول کېږي هغه هم په زیاته پیمانه استامینوفن لري. نو څومره چې کولی شی، کم یې کړئ.

۷- سره کړي خواړه ډېر مه خورئ

سره کړي خواړه د ځیګر لپاره زیان رسوونکي دي. هغه خواړه چې ډېر سره شوي وي، په وینه کې د مضرو غوړو کچه لوړوي، چې دا خپله د ځیګر لپاره لوی زیان پېښوي. دغه راز کله چې په بازار کې تیار پاخه شوي او پک شوي خواړه اخلی، د غوړو اندازه یې وګورئ. ان کې یې د ترانس غوړو کچه صفر هم وي، بیا هم کېدای شي دغه ډول غوړ پکې وي او د ځیګر لپاره ګران پرېوځي.

۸– دغه تېروتنې مه کوئ

د خلاصې شوې او مشترکې ستنې کارول هم کېدای شي د ځیګر لپاره ګواښ پېښ کړي. په اصل کې ستونزه په ستن کې نه، بلکې په کارولو کې ده. که ستن د هپټایټ سي پر ویروس لړل شوې وي، په ډېرې اسانۍ سره د وینې له لارې خپرېدای شي. ان که یو ځل هم دغه پېښه تکرار شي او یا مو هم مور هغه وخت چې تاسو یې پر پوست وی، د سي هپیټایټ پر ناروغۍ اخته وي، هرو مر مو وینه چک کړئ څو ډاډه شی.

۹- الکول مه کاروئ

جوته خبره ده، چې الکول په ټوله کې د روغتیا لپاره زیان رسوي، خو په ځانګړي ډول لومړی ځیګر له منځه وړي. د الکولو کارول مو په ډېرې اسانۍ سره د ځیګر پر ناروغۍ اخته کولی شي. که غواړی روغتیا مو تضمین وي، بد عادتونه پرېږدئ او د ژوند کولو غیر سالمه تګلار مو همدا نن بدله کړئ.