حوت 01, 1401 08:22 Asia/Kabul
  • آیا د غذا د کمښت په سبب دماغ خپل ځان خوري؟

د انسان بدن د حیرانوونکو معلوماتو او وړتیاوو مجموعه ده او په اړه یې څومره معلومات ترلاسه کوو، هومره به له حیرانۍ سره مخ کېږو. نن ورځ مو هم په همدې موخه دا لېکنه برابره کړې ترڅو په دې برخه کې مو معلومات ډېر شي.

پوستکی: ستاسو د بسترې لاندې ډېره راټوله شوې خاوره ستاسې مړ شوی پوستکی وي، چې د خوب پرمهال توییږي.

هډوکي: په یو کوچني ماشوم کې د عام انسان په پرتله شپېته هډوکي ډېر وي، چې د ودې سره ځینې هډوکي سره یوځای کېږي او د بلوغت پر وخت یې شمېر ۲۰۶ ته راښکته کېږي.

وروځې او غاښونه: زموږ په وروځو کې ډېر کوچني چینجي وي او غاښونه مو د بدن هغه برخه ده چې د زیان پرمهال پخپله نه ښه کېږي.

ماغزه: کله چې موږ له خوب څخه راپورته کېږو، د دماغو له انرژۍ هم یو وړوکی غوندې ګروپ په آسانۍ روښانه کېږي.

ډي این ای: که چېرته زموږ د بدن ډي این ای پرانیستل شي نو لس میلیارده کیلومیتره فاصله به ولري. یعنې فاصله به یې له ځمکې تر زخل او له زخل څخه تر ځمکې پورې د اندازه هومره وي.

ساه اخیستل او غذایي رژیم: انسان هغه تی لرونکی حیوان دی چې په یو وخت نه ساه اخیستلی شي او نه کوم څه تېرولی شي او کله چې د انسان دماغ د غذا له کمښت سره مخ شي نو پخپله خپل ځان خوري.