دلو 29, 1401 10:48 Asia/Kabul
  • څنګه کولی شو پوه شو چي زلزله کیدونکې ده

ټکنالوژي تل په دې هڅه کې وي چې څنګه زمونږ ژوند کې بدلون راوستلو سره خپله سوداګري پر مخ یوسي؛ نو د همدې لپاره تل د نوښتونو په لټه کي وي.

په ۱۹۸۵ز کال کې د یوې زلزلې له امله د میکسکو ۱۰۰۰۰ تنو اوسیدونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې له هغې ورځې راهیسې د میکسیکو خلک د یوې داسې ټکنالوژۍ په لټه کې وو چې د زلزلې له شره یي وژغوري چې د دې موخې لپاره یوازې لاتین امریکا ۱۲۲ میلیونه ډالره پانګونه وکړه.

خو په دې وروستیو کې د مکسیکو یو اوسیدونکي یوه نوې اله جوړه کړې چې له زلزلې څخه مخکې خلک خبروي تر څو وکولی شي له خپلو کورونو څخه ووځي.

دغه کس انډریس مییرا نومیږي او نوموړي د زلزلې قربانیانو د شمیر کمولو لپاره تر ډیرو څیړنو وروسته دغه اله جوړه کړې چې یوازې ۵۰ ډالره بیه لري او کولی شي د لکونو انسانانو ژوند وژغوري.

دغه اله گریلو (Grillo) نومول شوې چې شاوخوا ډیر فعال حس کوونکې الې یا سینسرونه لري چې د ځمکې تر ټولو کوچنی تغیر او فعالیت هم څاري او خطر احساسولو پر مهال ډیر اوچت اواز سره کاروونکي له زلزلې خبروي.

تگ