دلو 27, 1401 12:52 Asia/Kabul
  • فضا ته سفر په ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو ممکن دی

د ټیکنالوژۍ او په ځانګړې توګه د هوا په برخه کې د بشري نوښتونو د دوام په لړ کې دا ځل یوه ګرځندوی شرکت داسې یو بالون جوړ کړی چې تر ۲۰۲۵ کال ورسته به هر ګرځندګر کولی شي په خپل شخصي لګښت د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په بدل کې فضاء ته لاړ شي.

بالون په هر سفر کې د اتو مسافرو او یو پیلوټ د وړلو توان لري، او کړکۍ یې د ۲۵ میل (۴۰ کیلومتره) په لوړوالي کې د ځمکې ۳۶۰ درجې لید وړاندې کوي.

خو دغه شرکت اعلان کړی، چې د روان کال په ډسمبر میاشت کې به د دغه فضايي بالون خپله لومړنۍ ازموینه په هند کې وکړي.