د نیمروز ځوانانو څو اپلیکیشنونه جوړ کړل
په نیمروز ولایت کي د ځوانانو یوه ډله توانیدلې څو داسې اپلیکیشنونه جوړ کړي چي په موبایل کي ترې کار اخیستل کیدای شي.
په نیمروز ولایت کي د یوه خصوصي ښوونیز مرکز مسوولین وايي چي د دوی یوه ډله زده کوونکي په دې بریالي شوي چي څو داسې اپلیکیشنونه جوړ کړي چي په موبايلونو کي ترې کار اخیستلای شي.
دوی وايي، چي په دغه مرکز کي د پروګرام جوړولو او اپلیکیشن د پراختیا په نوم له یوه درې میاشتني روزنیز کورس څخه تر فراغت وروسته یوه ډله ځوانان د دغو اپلیکیشنونه په جوړولو بریالي شوي دي.
په ورته وخت کي د دغه ښوونیز مرکز هغه زده کوونکي چي د اپلیکیشن په جوړولو بریالي شوي وايي؛ که څه هم دوی لږ اسانتیاوې درلودې، دوی په خپلو هڅو سره یو څه ترلاسه کړي دي. دوی له دولت څخه غواړي چي له ځوانو اختراع کوونکو سره مالي او معنوي ملاتړ وکړي.
د دې ترڅنګ د دغه ښوونیز مرکز استادان هم له دولت څخه غواړي، چي د ځوانانو په ځانګړې توګه د ځوانو اختراع کوونکو څخه ملاتړ وکړي، تر څو د خلکو په خدمت کي رغنده ګامونه پورته کړي.
په نيمروز ولايت کې د ځوانانو د دغې ډلې له خوا په داسې حال کي څو اپلیکشنونه جوړېږي چې د هېواد د تخنيکي او مسلکي زده کړو په رياست کي يو انجنير چي پنځه کاله وړاندې يې د يوه موټر د بهرنۍ ودانۍ کار پيل کړ؛ اوس دا پروژه نږدې پای ته رسېدلې او ډېر ژر به نندارې ته وړاندې شي.