د نابینایانو لپاره یو ډول عینکي اختراع شوې
په جنوبي کوریا کي د ارګس (Arges) په نوم د نابینایانو لپاره ځانګړې عینکې جوړې شوې.
دا عینکي د هغې نابینايي لپاره اختراع شوي چي د انسان د عمر له ډیروالي سره تړاو لري.
د جنوبي کوریا د سیلي کو (Cellico) سټارټ اپ له لوري دا جوړې شوې عینکي د الیکترونکي وسایلو په سي اي ایس نندارتون کي په روانه جنورۍ میاشت کي نندارې ته وړاندې شوې.
دا یوه کوچینۍ (K4) کمره ده او له هر څه څخه چي د دغو عینکو مخته وي ویدیويي تصویر اخلي.
د کمرې په وسیله په ژوندی بڼه ثبت کيدونکي ویدیو په یوه سکرین کي چي روزولوشن یا روڼوالی یې ۱۰۸۰ پیکسله دی ښودل کيږي.
که لا دقیق ووایو دا ویدیو د لیدونکي د سکرین په یوه اړخ کي په دایروي ډول ښودل کيږي.
له عینکي سره د وصل شوي موبایل اپلیکيشن د سترګې د نظر هغه برخه معلوموي چي زیانمنه شوې او پر دې سربیره دا هم معلوموي چي ویدیو کمره د سکرین په کومه برخه کي ښودل کيږي.
د دې ترڅنګ کاروونکې کمرې ته په خوله ویلی شي چي پر ویدیو زوم وکړي. (رانژدې یې کړي)
د دې وسیلې بله ځانګړتیا پر لینز یو پوښ دی (PDLC) چي په الیکترونیکي ډول ډېر روښانه تصویرونه تتوي. د دې عینکي وزن ۹۴ ګرامه دی.