دلو 27, 1401 11:31 Asia/Kabul
  • په دې ورځ میکنتاش کمپیوټر جوړ شو

له نن څخه ۳۹ کاله پخوا د ۱۹۸۴ د جنورۍ په ۲۴ مه سټیف جابز د اپل کمپنۍ مکنتاش کمپیوټر، چې په نړۍ کې یې لوی بدلون راوست، معرفي کړ.

میکنتاش لومړنی شخصي کمپیوټر و چې ګرافیک او ښکلي فونټونه یې لرل.

د میکنتاش جوړولو پروژه د ۱۹۷۹ په لومړیو کې د اپل کارکوونکي جیف راسکین پیل کړه. د ۱۹۷۹ په سپټمبر کې راسکین پر دې پروژې د کار کولو اجازه ترلاسه کړه. ده په پیل کې د کمپیوټر د یوه داسې انجنیر د موندلو لټه وکړه چې د دې کمپیوټر لومړنۍ طرحه ورته چمتو کړي. څو کاله وروسته راسکین د میکنتاش د جوړولو لپاره یو ټیم چمتو کړای شو.

تگ