واټساپ خپلو کاروونکو ته نوي نوښتونه کړي
دلو 27, 1401 10:58 Asia/Kabul
د میټا اړوند واټساپ وایي چې د خپلو کارونکو لپاره یې د سهولتونو برابرېدو په لړ کې نور نوښتونه کړي چې اوس مهال ترې د انډریډ ټلیفونونو ټول کارونکي د واټساپ په اپډیټ کولو سره ګټه اخیستی شي.
د واټساپ په تازه نوښتونو کې اوس کولای شئ چې د ډاکمنټ یا سند د لیږلو پر مهال ورسره تشریح هم ولیکئ چې مخکې یاده چاره نا ممکنه وه.
دې برخې ته ډاکمنټ کپشن ویل کیږي.
دغه راز اوس د واټساپ د ګروپ کاروونکي کولای شي چې ګروپ ته لوی نوم او تشریح هم ورکړي چې پخوا یاده چاره محدوده وه.
د واټساپ د نوې نښتونو په لړ کې کاروونکي اوس کولای شي چې د دیرشو پر ځای تر سلو میډیا فایلونه چې په کې انځورونه او ویډیوګاني شامل دي، د ټاکلې اندازې وزن په درلودلو ولیږي.