زړه الوتکه کې ښایسته کور
دلو 26, 1401 11:35 Asia/Kabul
د اندونیزیا په بالي کې، د فیلېکس ډيمېن په نوم یوه کس دوه کاله وړاندې د منډالا هوایي شرکت یوه زړه الوتکه پېرلې او ښاېسته کور یې په کې جوړ کړی.
د اندونیزیا په بالي کې، د فیلېکس ډيمېن په نوم یوه کس دوه کاله وړاندې د منډالا هوایي شرکت یوه زړه الوتکه پېرلې او ښاېسته کور یې په کې جوړ کړی چې اوس یې د مېلمستون په توګه خلکو ته کرایه ورکوي.

دغه پخوانۍ ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه چې دوه د خوب خونې لري او ترې لاندې د لمبا حوض جوړ شوی د یوې شپې کرایه یې له ۷ زرو امریکایي ډالرو پیلېږي.ډيمېن چې له دې وړاندې یې هم د هوټلونو او مېملستونو برخه کې کار کړی وایي، لومړی یې غوښتل ځان ته یوه شخصي الوتکه واخلي خو وروسته یې فکر وکړ چې "راځه یو بېساری څیز ترې جوړ کړه، او بیا مې ترې دا ښایسته کور جوړ کړ."
