دلو 17, 1401 11:33 Asia/Kabul
  • داخلي هسته د مځکې مخالف لوري ته څرخي

د مځکې داخلي هسته، چې له اوره جوړه وسپنیز توپ ته ورته ده، د مځکې د کُرې د څرخېدو خلاف لوري ته ګرځي.

د مځکې داخلي هسته، چې له اوره جوړه وسپنیز توپ ته ورته ده، د مځکې د کُرې د څرخېدو خلاف لوري ته ګرځي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د مځکې په منځ کې د دې ګردۍ هستې لویوالی د پلوتو (سیارې) هومره دی او تل د څرخېدو په حال کې ده ځکه چې په بهرنۍ هسته کې یې ویلي شوی فلز بهیدونکی حالت لري.

له ډېرو وختونو راهیسې څېړونکي د مځکې د داخلي هستې د څرخېدو پر دقیقې عملیې څېړنې کوي او اوس په یوه تازه څېړنه کې داسې څرګنده شوې چې د مځکې دا برخې د نورو برخو مخالف لوري ته څرخېږي.

د دې نوې څېړنې پایلې په نېچر جیوساینس مجله کې خپرې شوي دي.

ساینسپوهان په دې خاطر د مځکې پر منځنۍ هستې د پوهېدو لپاره لېوالتیا لري چې د زلزلو د څرنګوالي او وړاندوینې په اړه خپل معلومات زیات کړي.

په همدې حال کې د چین د پیکینګ پوهنتون څېړونکی شیاو دانګ سانګ باور لري چې د مځکې د داخلي هستې څرخېدا په ۲۰۰۹ م کال ناببره درېدلې او وروسته مخالف لوري ته پیل شوې ده.

تگ