دلو 17, 1401 09:07 Asia/Kabul
  • د زعفرانو (۱۵) جالبې روغتیايي ګټې

زعفران زموږ په هېواد ښه حاصلات ورکوي، د هرات زعفران د نړۍ اول نمبر زعفرانو کې راغلل، زياتې روغتيايي ګټې لري او ځينې کسان د درملو په سترګه ورته ګوري.

زعفران ۳۰۰۰ کاله لروغنتيا لري له پخوانيو زمانو را پدې خوا په پخلي او سنتي طبابت کې کارول کيږي، د دې لپاره چې باکيفيته زعفران تر لاسه کړئ، له ميده شوو (پوډر) زعفرانو تېر شئ، هغه زعفران چې په طبيعي ډول ټول شوي وي د سرو تارو په شان او تېز رنګ ولري ښه زعفران بلل کيږي. روغتيايي ګټې يې په لاندې ډول دي.

۱ ـ زغم زياتوي او آرام مو ساتي: زعفران د هغو هورمونونو په ترشح کې ونډه لري چې د خوشالۍ لامل کيږي.

۲ ـ د مغز فعاليت ښه کوي: د زعفرانو مصرف د مغز او عصابو د ښه فعاليت لامل کيږي، لامل يې دادی چې په زعفرانو کې په زياته اندازه B او B6 ویټامین موجود دي چې د عصبي سېسټم لپاره ګټور دي، دغه راز د عصبي کمزوريو څخه هم مخنيوي کوي.

۳ ـ د وينې د ښه جريان سبب کيږي: که غواړئ چې د بدن مېتابولېزم مو نارمل وي د زعفرانو مصرف ښه ټاکنه بلل کيږي، زعفران د وينې جريان نارمل کوي، د ګوردو، مثانې او جيګر د روغتيا لپاره ګټور ثابت شوي.

۴ ـ د هضمي سېسټم لپاره ګټور دي، کوم ترکيبات چې زعفران لري، د هضمي اختلال ضد خاصيت لري او د خوړو له هضم سره مرسته کوي.

۵ ـ طبي څېرنې په ډاګه کوي چې زعفران د هډوکو د پياوړتيا لپاره هم ګټور دي، په زعفرانو کې موجود کلسيم او معدني مواد د هډوکو د روغتيا لپاره ښه انتخاب دی.

۶ ـ د حافظې د پياوړتيا لپاره هم خاصه ګټه لري، د حافظې د يادولو ظرفيت زياتوي او مغز له ستونزو ژوغوري.

دغه راز د الزايمر ناروغۍ مخه نيسي، هغه کسان چې په لوړ عمر کې له عقلي مشکلاتو سره مخ کيږي ورته په کار ده چې زعفران زيات مصرف کړي.

۷ ـ  د سترګو نظر زياتوي، زعفران د سترګو په قرينه کې د وينې جريان ښه کوي او د سترګو له روغتيا سره فوق العاده مرسته کوي.

۸ ـ  د زړه د روغتيا لپاره ګټور دي، په زعفرانو کې موجود انټي اوکسيدونه د زړه شريان او وريد او نور رګونه له بندښت ژغوري، زړه له ناروغيو ساتي او له قلبي سکتې مخنيوی کوي.

۹ ـ  زعفران د وينې لوړ فشار کنټرول ساتي، زعفران په زياته اندازه پوتاشيم لري، هغه کسان چې د وينې لوړ فشار لري ورته په کار ده چې د زعفرانو چای مصرف کړي.

۱۰ ـ  د خوب کيفيت لوړ ساتي، تر خوب مخکې د زعفرانو چای د ښه خوب لامل کيږي، د زعفرانو مګنيزيم عصاب آرام ساتي، کابو په ټولو آرام بښونکو درملو کې کاريږي.

۱۱ ـ  زعفران د ګاستريک ضد خاصيت لري او دا مساله د معدې د زخم مخه نيسي، دغه راز د معدې د زياتو تيزابو د توليد مخنيوی هم کوي.

۱۲ ـ  زعفران د شکر ناروغۍ د مخنيوي لپاره ګټور درمل بلل کيږي.

۱۳ ـ د سر د خوږو لپاره هم ګټور دي، عصاب آراموي او د مغز ضربان منظم ساتي، د دې کار لپاره ښه ده چې زعفران په شيدوکې و څښئ.

۱۴ ـ د ادرار له عفونت مخنيوی کوي، زعفران وينه تصفيه کوي او د ادرار له ميکروبونو سره مبارزه کوي، دغه راز د مثانې د ډبرې مخه هم نيسي.

۱۵ ـ  په وينه کې د کلسترو کچه کموي، لوړ کلسترول د زړه او شکر ناروغي لامل کيږي مګر زعفران له دغه شان ناروغيو سره مبارزه کوي او کلسترول کموي.

مهمه یادونه: که زعفران زيات مصرف شي لاندې ځاني زيانونه هم لري:

 د زړه ضربان زياتوي. – د سر درد زياتوي. – حواس کمزوري کوي. – د اسهال لامل کيږي. – استفراق يا د کانګو لامل هم کيږي. – – ګنګسيت او بې حالي ورسره پيدا کيږي.