دلو 17, 1401 09:04 Asia/Kabul
  • د ګازرو حیرانوونکې روغتیايي ګټې

ډاکټر مقدس وقار

ګازرې په خپل ترکیب کي داسي مرکبات او عناصر لري، چي د بدن په روغتیا کي زیاته مرسته کوي لکه ویټامینونه، منرالونه او نور چي د هغو له جملې څخه درې یې چي بیټا کیروټین (Beta-carotene) ، الفا کیروټین((Alphacarotene) او فایټوکیروټین (Phyto-carotene) نومیږی ډیر غوره دي.

د پورتنيو عناصرو په درلودلو سره ګازرې زمونږ په بدن کې لاندې مهمې دندې ترسره کوي:

پوستکي ته ځلا او تازه ګي ورکوي، د سترګو د دید په پیاوړتیا کې تر ټولو لویه ونډه لري او همدا رنګه د شب کورۍ درملنه کوي، د هاضمې سیستم په فعال ساتلو کې مرسته کوي او د غاښونو د روغتیا لپاره هم ګټورې ګڼل شوي دي.

د روغتیايي کارکوونکو لخوا د ګازرو یو شمیر زیاتې ګټې ښودل شوي، چې باید په ورځیني ژوند کې ورڅخه استفاده وکړو:

د بدن معافیت لوړوي، د لمر سره د حساسیت کچه را ټیټوي، د HIV علایم اصلاح کوي، د زړه د ناروغیو زیانونه کموي چې دا یې یو مهم اصل دی، د ویني د لوړ فشار زیانونه کموي، ځیګر پاکوي، د تنفسي ناروغیو په کمښت کې ښه رول لري، د ویټامین A په لرلو سره حجروی غشا روغه ساتي او د ناروغیو په مقابل کې یې پیاوړې کوي، د ویني کم والي سره مبارزه کوي او بدن ته وینه ورکولو کې رول لوبولی شي،د اومو ګازرو خوړل د بدن د ټپونو په جوړیدو کې مرسته کوي،په مخ او پوستکي کي ځوانکې دانې ختموي او د بکتریاو په وړاندې مقاومت کوي او همدارنګه د هاضمې سیستم په فعال ساتلو هم مهم رول لوبوي.

همدارنګه ډاکټزان وايي، ګازرې د ژر زړښت مخنیوی کوي.

همدارنګه ګازرې واده کړو ځوانانو ته یو ښه پیغام هم لري، چې په نارینه و کې د سپرم جوړولو او د جنسي رغبت وړتیا زیاتوي او له کمزورۍ یې ژغوري.

نن سبا د سهولتونو په ډیرېدو سره کولای شو، چې د ګازرو مشروب( شربت) جوړ کړو او د کور په مشرانو او کشرانو یې په خوند سره و څښو، تر څو په کورنۍ کې مو مشران او د لوړ عمر لرونکو کسانو ته ښه ډالۍ پیدا کړې وي او د یو روغ صحت څښتنان او غاړه مو پرې خلاصه شي.