هغه چینایی ښوونځی چې یواځې یو زده کوونکی او یو ښوونکی لري
دلو 15, 1401 11:57 Asia/Kabul
یو ماشوم چې د خپل نیا او نیکه سره ژوند کوي، د کلي او ښوونځیو تر منځ د واټن له امله یواځې د کلي په ښوونځي کې زده کړې کولای شي.
یو ماشوم چې د خپل نیا او نیکه سره ژوند کوي، د کلي او ښوونځیو تر منځ د واټن له امله یواځې د کلي په ښوونځي کې زده کړې کولای شي، نو د چین حکومت پریکړه وکړه چې یوازې دده لپاره دې مکتب نه نه ورانوي او یو استاذ دې مقرر کړی شي چې هغه ورته ټول مضامین تدریس کړي.یو څه وخت مخکې مې لوستي وو چې په جاپان کې یو ریل ګاډي ته امر وشو تر څو خپل خدمات ودروي ځکه چې د سوارلی ګټه یې کمه خو د ریل مصرف یې زیات وو، خو کله چې پلټنو کې معلومه شوه چې په دې ریل ګاډي کې یوه زده کوونکې سفر کوي، حکومت یې تر هغې ریل ګاډي ته اجازه ورکړه تر څو زده کوونکې فارغه شوه.