دلو 15, 1401 08:58 Asia/Kabul
  • د ماشوم روزنه او پالنه

جمعه‌گل اشرفی

د ماشوم روزنه او پالنه د ماشوم اړتیاو ته د ځانګړي پام په مانا ده. ډېر کله چې، د ماشوم په پالنه فکر کوو نو ظاهري شیان مو سترګو ته دریږي لکه خواړه، اوبه او یا ماشوم ته خوب ځای برابرول.

که څه هم دا برخې ډېرې مهمې او بنسټیزې دي خو ددې ترڅنګ یو شمېر نورې اړینې چارې هم دي، چې که د ماشوم په روزنه او پالنه کې ورته پام ووشي نو ټولنې ته به سالم او تکړه انسان روزو.

انسانان د زوکړې له ورځ څخه نیولي بیا د عمر تر پایه د ژوند په هر پړاو کې له خپل چاپریال، کورنۍ، دوستانو، ښوونځي او هر هغه څه چې، ماشوم ورسره مخ کیږي، څه ناڅه زده کوي او تجربه کوي نو کله چې، د ماشوم عمر زیاتیږي ور سره جوخت د ماشومانو بېلابېلي برخې لا ډېر دقت ته اړتیا لري، چې د ماشوم په روزنه او پالنه کې باید په پام کې ونیول شي.

تر بنسټیزو اړتیاوو وروسته باید د ماشوم د احساساتو پالنې او روزنې ته پام واړوو او یا په ټولنه کې د دوی د بریالیتوب د لارو د موندلو او د هغو د ورزده کولو اړخ ته پاملرنه وکړو.

په لومړیو پنځو او اوو کلونو کې د ماشومانو مازغه ډېرڅه اخلي، هر هغه څه چې ماشوم یې وینې او یا یې اوري د ماشوم په ماغزه کې په یو نه یو ډول جذبیږي او له ماشوم سره چې، څه کیږي ماشوم په اتومات ډول ور سره غبرګون ښیي.

که چېرې تاسو په پرله پسې توګه خپله لهجه له ارامۍ څخه تر اعصابو خرابۍ او غوسې پورې بدله کړئ، ستاسې ماشوم به ان تر بلوغ پورې اندېښمن، خپه او په غوسه وي.

کله چې تاسو نوي زیږېدلي ماشوم وموسئ، نو ماشوم یې په مقابل کې سړي ته موسکی شي.‌کله چې تاسو یو ماشوم ووهئ،‌ ډېر ژر د وهلو غبرګون زده کوي.

ماشومان له دې وړتیا سره وده کوي، چې د خپل چاپېریال په اړه اټکل وکړای شي.‌ کله چې مور او پلار له بېلابېلو لارو د خپل ماشوم روزنه کوي، پر ماشوم فشار راوړل کیږي.‌ دوی نه پوهیږي چې ګني د ماشوم پالنه کې له خپل سرحده وتلي دي او کوم څه یې ماشوم ته ښه او کوم ښه نه دي. له دې کبله پلرونو او میندو ته تر ټولو مهمه دا ده، چې د ماشوم پالنې یوه لاره غوره کړي، او د ماشوم د عمر پربنسټ سمه ګټه ترې واخلي.

د ماشوم روزنې او پالنې ‌ تر ټولو مهمه لاره مثبته تقویه ده.‌ د مثبتې تقویې لپاره بېلابېلې لارې شته،‌ چې پلرونه سم روش او کړو وړو ته اړباسي.‌ په دې لاره کې سړی کولی شي، چې له ماشوم سره د روش په درشل کې مثبتې کړنې ډېرې او منفي هغې کمې کړي.

د ښو کړنو لپاره مثبت نازول او مثبته تقویه ډېره معمول ده، چې له کبله یې د ماشوم پام په اصل کې پر ښو کړنو ورټولېږي، چې دا کار ماشوم دې ته هڅوي چې مثبت کاروونه وکړي.

مېندې او پلرونه باید د ماشومانو پر سمو کړنو ډېر پام ورټول کړي. په لومړي سر کې شاید تاسو پخپله تر ډېره د ماشوم د ښې کړنې لپاره هغه ونازوئ، خو کله چې ماشوم په ښو او بدو پوی شي، بیا تاسو هم د ښو په مقابل کې د نازولو چلند ورسره بدل کړئ.

په خوله ستایل د ماشوم تر پنځه کلنۍ پورې کار ورکوي، خو تاسو تر ۱۰ کلنۍ وروسته نورو مکافاتو ته اړتیا لرئ، په تېره بیا کله چې ماشوم لوی او ۱۵ کلنۍ ته ورسېږي.

کله چې مثبته تقویه خپله اصلي لاره وګرځوئ، تاسو بیا هم په ښو کارونو مکافات ورکوئ او دوی خپلو ښو کارونو ته دوام ورکوي.

ماشوم باید د مخکنیو ناسمو کړنو له کبله ونه رټل شي، خو په راتلونکي کې یې مخه راوګرځوله شي. کله چې ماشومان ښوونځي ته شامل شي، د دوی ملګري د ښوونځي ملګري تر مور او پلار ډېر پر دوی اغېز کولی شي.

د دې معنا دا ده چې ماشومانو ته وویل شي، چې څرنګه عمل وکړي، ناسته پاسته یې له چا سره وي، کوم څه واغوندي، او داسې نور. په هر حال ماشومان لارښوونې ته اړتیا لري. دا سمه ده چې ماشومان ځینې داسې کارونه کوي چې د کورنیو لپاره یې د منلو وړ نه دي، خو د دې پرځای چې ماشوم ته د سزا په ورکول کې بیړه وشي، باید د هغه لارښوونه وشي.

 

ماشومان تل خپلې اندېښنې او تېروتنې له والدینو سره شریکوي او دوی پرې بحث کوي، ولو که مور او پلار یې مخالف او یا ورسره موافق وي. که چېرې تاسو د هغه سزا ورکولو بیړه وکړئ، ماشوم فکر کوي، چې ګني په هر بد کار رټل کیږي، خو د دوی دا سوچ هغه مهال ډېره وده کوي، چې تاسو نه ورباندې خبروي.

نو د ماشومانو د سالمې روزنې او پالنې په پار څو ټکي باید په پام کې ولرئ

د ښو کړنو په ترسره کولو مکافات ورکړئ او د مکافاتو ورکولو انګیزه هم ورته تشریح کړئ

ماشوم ته خپله مینه او ژمنتیا وښایاست چې دا د دوی لپاره یو لارښود هم کېدی شي.

ماشوم ته له خپل نوم پرته بل نوم مه کاروئ هغه که مثبت وي یا منفي، ماشومان دغه نومونه په ذهن کې ساتي او د هغه څه په اړه یې سلوک او اعتقاد بدلون کوي، چې ترسره کولی یې شي؛ که چېرې دا کار وشي، نو تاسو به “ځیرک ماشوم” یا “ذکي ماشوم” ونه لرئ. دوی پرېږدئ چې خپل ځان ومومي چې دوی څوک دي.

هغه څه مه ورته یادوئ، چې دوی یې کوي. یا ورته ووایاست چې “تاسو تل ډېر ورو یاست”، “تاسو تل ناوړه کار کوئ”، تاسو پوه ځیرک نه یاست”، یا دا چې ماشومانو له خپل استعداده له ګټې اخیستو راوګرځوئ.