دلو 10, 1401 12:09 Asia/Kabul
  •  وېرونکې تمساح د ماشوم مړی مور او پلار ته وسپاره

په انډونیزیا هېواد کښې یوه تمساح یعني کروکوډایل په اوبو کښې د څلور کلن ډوب شوي ماشوم مړی د هغوې مور او پلار ته وروسپاره.

د رسنیو د راپور پراساس په انډونیزیا کښې په سمندر کښې د څلور کلن ډوبیدونکي ماشوم مور او پلار او ژغورونکو چې کله د ماشوم د مړي په پیدا کول کښې ناکامه شول نو تمساح او کروکوډایل د ماشوم مړی په خپلې ملا باندې کیښودلو سره هغه خپلې مور او پلار ته بیرته ورکړ.

د راپورونو پراساس د انډونیزیا په سمندر کښې د یوه ډېر لوی تمساح یعني کروکوډایل په لیدو سره  خلک ډېر ووېرېدل خو د هغه په ملا باندې د ډوب شوي ماشوم د مړي په لیدو سره خلک ډیر حیرانه شول.

راپورونه زیاتوي کله چې مور او پلار د تمساح له ملا څخه د ماشوم مړی لیري کوي نو تمساح سمدستي بیا اوبو ته ورځي.

تگ