یوې مېرمنې په یوه وخت ۹ ماشومان وزېږول
دلو 10, 1401 11:33 Asia/Kabul
د افریقا په مالي هېواد کې یوې مېرمنې په یوه وخت د ۹ ماشومانو په زیږولو سره نړیوال ریکارډ خپل کړ، تر دې وړاندې یوې امریکایۍ میرمنې په یو وخت ۸ اولادونه زېږولي وو.
د افریقا په مالي هېواد کې یوې میرمنې په یو وخت د ۹ ماشومانو په زېږولو سره نړیوال ریکارډ خپل کړ، تر دې وړاندې یوې امریکایۍ میرمنې په یو وخت ۸ اولادونه زیږیولي وو.
تر دې وړاندې په ۲۰۰۹ کال د جنورۍ په ۲۶ مه په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره امریکایۍ مېرمن نادیه سلیمان په یو ځل اته اولادونه زیږولي وو چې
۱۴ کاله وروسته یې د افریقا د مالي هېواد د یوې مېرمنې له لورې د ۹ اولادونو په زېږولو سره نړیوال ریکارډ مات او په یو وخت د ډیرو اولادونو د زیږولو د لومړۍ مېرمنې مقام یې خپل کړ.
امریکایۍ نادیه ټولټال ۱۴ ماشومان لري چې په یو وخت یې زېږولي ۲ نجونې او شپږ هلکان اوس ښوونځي هم ځي.