دلو 10, 1401 08:41 Asia/Kabul
  • خرما او د هغی په لسګونو ګټې

ليکوال:پروفيسر حکيم مرزا صفدر بيګ ژباړن: عبدالصبور مبارز

خرما ته په سنسکرت کې بهومې کهر جورکا، مرهټي کې شندی،بنګالي کې کهجور او په انګريزی کې ورته ډيت ويل کيږي.

خرما يوه مشهوره ميوه ده چې په اسلام کې هم دي ته ډير اهميت ورکړل شوی دی، په خاصه توګه په رمضان المبارک کې ددی استعمال ډیر زياتيږي او بايد استعمال هم شي ځکه په رمضان المبارک کې چې کله انسان ټوله ورځ روژه وي نو په افطار کې دهغه معده خالي وي او د هغه معده داسې خوراک ته ضروت لري ترڅو ښه هضم شي او نرم وي نو که چيری داسې خوراک وخوري چې هغه سخت وي او زر نشي هضميدلای نو بيا معدی ته نقصان رسوي نو خرما داسې يو ميوه ده چې زر هضميږي هم او معدی ته هم نقصان نه رسوي او له بلي خوا نه چې کله يو انسان ټوله ورځ روژه وي نو بدن يې کمزوری کيږي نو چې کله د هر څه نه مخکې خرما وخوري نو بدن ته تقويت ورکوي.

بله مهمه خبر په کې داده چې په خرما کې موجود نمکيات او معدنيات د معدی تيزاب په اعتدال کې ساتي او معدی ته ارام او سکون ورکوي .

د خرما عذايې اهميت مونږ ددی نه اندازه کولای شو چې په خرما کې ۱۶.۱۰ فيصده فولاد شتون لري ، چې په پالکو کې بيا دا ۵ فيصده، په مڼه کې ۷.۱ فيصده او انار کې ۳ فيصده شتون لري چې همدا وجه ده چې خرما ته د ويني د پيداکولو خزانه هم ويل کيږي.

که چيری يو خورد انار استعمال کړو نو زمونږ بدن ۳۲ کيلوريز(کالوري) لاسته راوړي، همدارنګه که يو خورد مڼه وخورو نو ۳۵ کيلوريز(کالوري) او يو خورد کيله وخورو نو زمونږ بدن ۸۶ کيلوريز( کالوري) لاسته راوړي . مګر که چيري مونږ يو خورد خرما وخورو نو زمونږ بدن ۱۶۰ کيلوريز( کالوري) لاسته راوړي.

ددی نه علاوه خرما کې ويټامين ای،بي او سي په مناسب مقدار سره شتون لري ددی سره سره پوتاشيم، ميګنيزيم، تانبا، سلفر، جست، ارسينک او ايوډين هم په خرما کې شتون لري.

په خرما کې لاندی مشخص فوايد مونږ په ګوته کولای شو:

۱: د خرما خوراک د بدن،اعصابو، زړه او معدی د تقويت سبب ګرځي.

۲:د جنسي طاقت د قوي کولو او زياتولو لپاره هم خرما ډير مفيد اثرات لري.

۳: کومو خلکو کې چې ايوډين کم وي د خرما خوراک په هغوی کې ايوډین پوره کوي.

۴:خرما کمزوری بدن چاغوي او د کم وزنه خلکو وزن زياتوي.

۵: خرما د حاملی ښځې لپاره ډير مفيد دی ځکه د ماشوم پيداکيدلو پر وخت چی کومې ستونزی پيداکيږي خرما د هغه ستونزو په کمښت کې ډير مفيد اثرات لري.

۶: ځينې ميندی خپلو ماشومانو ته خپلی شيدی نشي ورکولای ځکه هغوی کې شيدی کمې وي نو که چيری دا ډول ميندی خرما د شيدو سره وخوری الله جل جلاله به يې شيدی زياتې کړي.

۷: حضرت امام محمد احمد ذهبی رحمت الله عليه وايې چې حاملی ښځې که چيری خرما وخوري نو د هغوی به نارينه اولاد پيداشي چې ښايسته او حليم به وي.

۸: د زړه د مرض لرونکو لپاره هم د خرما خوراک ډير زيات مفيد دی . پدی اړه د حضرت سعد بن ابي وقاص رضی الله تعالی عنه نه روايت دی چې يو وخت زه مريض شوم نو رسول الله صل الله عليه وسلم زما عيادت ته راغې هغه صل الله عليه وسلم زما د دواړو اوږو په منځ کې لاس کيښود او بيا يې وفرمايل چې په ده باندې د زړه حمله راغلی ده د حارث بن کلره ته بوځی کوم چې په بنوسقيف کې يو طبيب وو او حکيم ته په کار ده چې ده ته خرما ورکړي.

دا حديث د خرما په اهميت باندي دلالت کوی همدارنګه دا لمړی ځل وو چې د طب په تاريخ کې د زړه درد او حمله تشخيص شوه.

۹: هغه ورونه او خويندی چې د هغوی په بدن کې د کلسيمو کمبود وي د خرما په خوراک سره د هغو کلسيم پوره کيږي.

۱۰: د خرما د استعمال بله مهمه فايده داده چې ددی په استعمال سره په وينه کې د کوليسټرول مقدار نه زياتيږي او که چيري په وينه کې د کوليسټرول مقدار زيات شي د زړه د حملې باعث ګرځي.

۱۱: ذهني کار کوونکې ( هغه کسان چې فکري کار کوي مطلب دفاترو کې کار کوي يا مطالعه کوي يا …)د هغوي لپاره خرما يو بې نظيره تحفه ده ځکه په خرما کې موجود لحميات،حياتين او معدنې نمکيات دماغ او اعصابو ته طاقت ورکوي. ددی متواتر استعمال له وجې نسيان (دهيريدلو مرض)هم لمنځه ځې.

۱۲: د کومو خلکو چې لاسونه رپيږي او پدی مرض اخته دي د خرما په خوراک سره هغوي کولای شي ددی مرض نه نجات پيداکړي.

۱۳: په خرما کې موجود سلفر په بدن کې جراثيم ختموي.

۱۴: نوي تحقيقاتو په اساس خرما کې د زهر د لمنځه وړلو خاصيت هم شتون لري چې زهري مواد په بدن کې بې ضرره کوي.

په اخر کې بايد يادونه وکړو چې نيم پخته او زړی خرما بايد ونه خوړل شي ځکه بيا بدن ته تاوان رسوي.

همدارنګه په يو وخت د زياتو خرما استعمال هم صحيح خبره نه ده او بايد خوداري تری وشي.