دلو 08, 1401 08:49 Asia/Kabul
  • رهبري څه ته وایي؟

لیکوال: افتخار احمد همدرد

د رهبر اود رهبري (مشر او مشري ) اصطلاح په مختلفو هیوادونو، ژبو او كلتورونو كي په مختلفومعنا وو سره كارول كيږي.

په فرانسوي ژبه کې ورته منیجر او منجمنټ، په انګلیسي کې لیډر او لیډرشیپ او کله هم فرمان او فرمان ورکونه هم وایي دارنګه په پښتو او فارسي کې هم ورته مختلف اصطلاحات کاریږي لکه رهبر (مشر) او رهبري (مشري) ، ریس او ریاست ،مسؤل او مسؤلیت، مدیر او مدیریت او داسې نور.

د لیډر کلیمه تل د هغه شخص لپاره پکار وړل کیږي څوک چې د یوې ټولنې، ادارې، ډلې په رآس کې قرار ولري او دکارونو د ترسره کولو او لارښوونې مسؤلیت په غاړه ولري.

لکه څنګه چې مې مخکې یادونه وکړه رهبري په هر هیواد او سیمه کې فرق لري ممکن په امریکې یا بل هیواد کې یو ښه رهبر په افغانستان کې ښه رهبر ثابت نشي.

رهبري هغه څّه دي چې تل باید په عمل کې ثابت شي، پخوا د رهبرۍ په اړه دا نظر ؤ چې رهبري یا مشري د زده کړې وړ نه دي او رهبري یو الهي ورکړه ده جې الله ج یې ځینې خاصو خلکو ته د خاصو ځآنګړتیاوو پر اساس ورکړي دي، وروسته تر ډيرې پلټنې او تحقیق علماء وویل چې د ټولنې هر فرد د ځانګړو مهارتونو د زده کړې پر اساس لیډر کیدلای شي.

دا چې څنګه ښه لیډر شو یا هم د ښه لیډر کیدلو لپاره کوم مهارتونه باید زده کړو دا یوه جلا موضوع ده اوس په دې بحث کوو چې لیډرشیپ څه ته وایي:

حضرت نبى کريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:

” خبردار! هريو له تاسو نه شپونکې دي او له هر شپونکې نه به د هغه د رعيت پوښتنه کيږي“

له دغه حديث شريف څخه داسې انګیرنه کيږي چي ټول مسلمانان په يو نه يو شکل په خپل شخصي يا رسمي ژوند کي د رهبر او مسول رول لري یعنې د دې ټولنې هر شخص د لیډر رول تر سره کوي لکه یو ښوونکي په ښوونځې کې د خپل شاګردانو لیډر کیدلای شي یو پلار په کور کې د کور لیډر کیدلای شي دارنګه یو مدیر د خپلې ادارې د کارکوونکو، ریئس د خپل ریاست او ولسمشر د ټول هیواد په کچه د لیډر دنده ترسره کوي.

د لیډرشیپ مشهور عالم نارت هاوس په ۲۰۱۰ م کال کې لیډرشیپ داسې تعریفوي: لیډرشیپ یوه پروسه ده چې یو شخص د ځانګړو اهدافو د تر لاسه کولو په موخه یوه ډله خلک تر خپل اغیز لاندې راولي.

د نارت هاووس له تعریف څځه څو خبرې لاس ته راځي:

لمړی دا چې لیډرشیپ یوه پروسه ده یعنې یواځې د لیډر پوری اړه نلري بلکي د لیډرشیپ پوری اړوند هر یو عنصر خپل ځانګړی رول لري، که چیرې لیډر واوسي او پیروان نه نو ایا لیډرشیپ ممکن دی؟ ضرور ځواب به مو نه واوسي ځکه چې لیډرشیپ یوه پروسه ده چې په دې پروسه کې رهبر، پیروان او حالت هر یو خپل مهم رول لري.

دویم ځآنګړي اهداف هغه اهدافو ته وایي کوم چې د هرې ادارې مختلف وي یا هغه اهدافو ته وایي کوم چې لیډر یې د تر لاسه کولو مسولیت لري او غواړي د خپلو پیروانو په ذریعه یې تر لاسه کړي.

دریم اغیزه کول که د لیډرشیپ هر یو تعریف ته وګورو نو د دې کلیمې یادونه به پکي شوي وي د دې څځه مطلب دا دی چې لیډر څنګه خپل پیروان تر خپل اغیزې لاندې راولي یعنې څنګه د خپل پيروانو کردار، سلوک او روش رهنمایي کړي.

لیډرشيپ هغه علم دی چې هر عالم او هر شخص ورته ځآنګړی تعریف لري خو دلته یې ځینې هغه تعریفونه چې تر ډيره زمونږ د ټولنې د کلتور او فرهنګ سره اړخ لګوي لیکو:

لیډرشیپ په خلکو کي د نفوذ هغه هنر يا علم دي چې د هغوې په فعاليتونو باندي پداسي ډول اغيزه کوي چي دده په غوښتنه خلک د ټاکل شوي هدف په لور ګام پورته کړې.

رهبرۍ هغه توانايي ده چي د هغي پواسطه د نورو په انفرادې او ګروپي فعاليتونو باندي اغيزه کول دي چي په داوطلبانه شکل ېي وهڅوي ترڅو ټاکل شوي اهداف په ښه توګه تر لاسه کړي.

په يو ګروپ کي رهبري هغه لاسته راوړنه ده چې د هغي پواسطه يو شخص د ګروپ نور غړي دومره تر نفوذ او تاثير لاندي راولي چې هغوي په داوطلبانه شکل د ګروپ د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په يو معلوم ځاي کي سره برخه واخلي.

رهبري كيداي شي چې رسمي اړخ ولري لكه په رسمي ادارو اوپه مختلفوسازمانونو كې رهبري كول. همدارنګه كيداي شي چه غيررسمي اړخ ولري لكه دمذهبي ډلو، قومونواود داسي نورو رهبري كول.

هركله چه رهبري رسمي اړخ ولري يعني كه د اداري په چوكاټ كي مطرح شي دلاس لاندي وګړي يي دمادون په نامه ياديږي.

که رهبري غير رسمي اړخ ولري يعني كه د اداري څخه بيرون مطرح شي دلاس لاندي وګړي يي د پيروانوپه نامه ياديږي.

د مديريت له لحاظه رهبرې تل په رسمي ډول مطرح کيږي چه زياتره د مادونانودتنظيم معني ورکوي. چې دهدايت وركولو، رهنمايي كولو،لرليد ښودلو، دتصميم نيولو، دشخړوحلولو،تشويق اود تقويه كولوله لاري ترسره كيږي.