دلو 03, 1401 10:43 Asia/Kabul
  •  یوه خاوند خپله مېرمن د پور معاف کېدو په موخه مړه اعلان کړې وه

یوه خاوند خپله مېرمن د پور/قرض معاف کېدو په موخه مړه اعلان کړې وه

د کوزې پښتونخوا په اټک سیمه کې هغه خاوند پولیسو نیولی چې د قرض معاف کېدو په موخه یې خپله مېرمن مړه اعلان کړې وه.

پوليس وایي، نیول شوي کس د خپلې مېرمنې په نوم د بانك څخه ۳۵ زره روپۍ قرض اخستې وې او د خلاصولو لپاره يې د خپلې مېرمنې د مړينې جعلي سند وړاندې كړو چې د څېړنو وروسته معلومه شوې چې د یاد کس مېرمن ژوندی ده.

کله چې پوليسو تورن کس ونيولو، مېرمن يې هم د مېړه د کارنامو په اورېدو حيرانه شوه.

تگ