د واټساپ په سټیټس کې به ژر د غږونو خپرولو سهولت برابر شي
دلو 03, 1401 10:39 Asia/Kabul
د واټساپ په سټیټس کې به ژر د غږونو خپرولو سهولت برابر شي.
د (WABetaInfo ) را پور له مخې د میټا شرکت له لورې به ژر د واټساپ په سټیټس کې د اډیو غږونو د خپرولو سهولت برابر شي.
د واټساپ په یاد نوښت سره به کارونکي وکولای شي چې د لیکنو، ویډیوګانو او انځورونو ترڅنګ دېرش ثانیو پورې اډیو یا غږ خپل سټیټس ته ورکړي او واټساپ کاروونکي به وکولای شي چې د خراب غږ د ثبت پر مهال پخوانۍ سټیټس ډیلیټ او نوی غږ ثبت کړي.
د معلوماتو له مخې د واټساپ په سټیټس کې به ثبت شوی غږ د څلرویشت ساعتونو پاتې کېدو وروسته په اتومات ډول ورک شي.
ټاکل شوې د واټساپ یاد نوښت ډیر ژر عام شي چې ټول کارونکي به ورڅخه ګټه واخلي.