دلو 01, 1401 11:32 Asia/Kabul
  •  ایلان مسک د ټوېټر دفتر قیمتي توکي د لیلام لپاره وړاندې کړل

د ټوېټر مالک ایلان مسک د ټوېټر د سان فرانسسکو له دفتر څخه تر 100 څخه ډېر مهم توکې په انلاین بڼه لیلام ته وړاندې کړل.

د راپورونو له مخې، د ټوېټر د مشهورو مرغانو لوګو یوه مجسمه په 11,000 ډالرو لیلام ته وړاندې شوې، د دې ترڅنګ د دفتر کافي مېز، د چاپ وسایل، صوفې، د پخلنځي وسایل او فرنیچر هم د لیلام لپاره وړاندې کیږي.

له بلې خوا، په دې وروستیو ورځو کې داسې خبرونه هم خپاره شول چې ټوېټر په سان فرانسسکو کې د خپل دفتر د کرایې د نه ورکولو له امله محاکمه شوی.

ایلون مسک تېر کال د ټوېټر له مالک کېدو وروسته په لومړي ځل سلګونه کارکونکي له دندو ګوښه کړل، بیا یې په دفتر کې د کارکوونکو لپاره وړیا خواړه پای ته ورسول او اوس د سان فرانسسکو له خپل دفتر څخه زاړه او قیمتي توکي لیلام کوي.

د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې د ایلان مسک شتمني ۳۴۰ میلیارده ډالرو ته ورسېده، خو د ۲۰۲۲ کال په پای کې ۱۳۷ میلیارد ډالرو ته راټیټه شوه.

تگ