زر کاله وروسته سپوږمۍ ځمکې ته تر ټولو زیاته نږدې کیږي
د یوه را پور له مخې ۹۹۲ کاله وروسته سپوږمۍ د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۱مه نیټه تر ټولو زیاته ځمکې ته نږدې کیږي.
د یوه را پور له مخې ۹۹۲ کاله وروسته سپوږمۍ د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۱مه نیټه تر ټولو زیاته ځمکې ته نږدې کیږي.
د جنورۍ په ۲۱مه به نوي سپوږمۍ د ځمکې څخه ۲۲۱ زره ۵۶۱ میله نږدې فاصله ولري، چې دا چاره ۱۰۳۰م کال کې د ډسبمر په درېیمه ترسره شوې وه.
دغه را پور د ناسا د جیټ پروپلشن لابراتوار څخه د معلوماتو له معاینې وروسته خپور شوی او په کې ویل شوي، د بیا ځل لپاره به سپوږمۍ په ۲۳۶۸م کال کې د جنورۍ په شلمه نیټه ځمکې ته نږدې شي.
د ځمکې څخه د سپوږمۍ اعظمي فاصله د 2023 کال د جنورۍ په 4 کې ولیدل شوه کله چې ځمکه لمر ته تر ټولو نږدې وه.

نو ولې سپوږمۍ له پیړیو وروسته ځمکې ته دومره نږدې کیږي؟
ځواب دا دی چې سپوږمۍ د ځمکې په شاوخوا کې په یونیفورم دایره کې نه ګرځي، د سپوږمۍ مدار بیضوي دی او له همدې امله د سپوږمۍ او ځمکې ترمنځ واټن هره میاشت په تدریجي ډول بدلیږي.
د سپوږمۍ په مدار کې هغه نقطه چیرې چې سپوږمۍ ځمکې ته نږدې راځي د پیریګي په نوم یادیږي او تر ټولو لېرې نقطه اپوګي بلل کیږي.
نوې سپوږمۍ به د چین د نوي کال پیل هم په نښه کړي او دا د خرگوس کال په نوم یادیږي.