د خسر کورنۍ خپل زوم ته په مېلمستیا کې ۳۷۹ ډوله خواړه چمتو کړل
دلو 01, 1401 11:10 Asia/Kabul
د هندوستان هېواد په اندرا پردیش ایالات کې یوې کورنۍ د خپل زوم لپاره په ځآنګړې مېلمستیا کې 379 ډوله خواړه چمتو کړي.
د راپورونو له مخې، يادې کورنۍ يوه اوونۍ وړاندې پخلی پيل کړی و او دغه چمتوالی یې د ځآنګړې مېلې او مېلمستیا تر ورځې پورې دوام وکړ، چې د خوړو په لیدو زوم نهایت حیران شوی دی.
د زوم مېرمنې کوسوما ویلي چې مور او پلار یې لس ورځې مخکې فکر کاوه چې د خپل زوم لپاره ځانګړی چمتوالی ولري.