چین هېواد کې په لومړي ځل تر یو میلیون د کمو ماشومانو زېږون
جدی 28, 1401 10:56 Asia/Kabul
په ۲۰۲۲ زېږديز کال کې په چین کې د کمو ماشومانو د زیږون له امله په نفوسو کې د ۸۵۰ زره تنو کموالی راغلی چې په تېرو ۶۱ کالونو کې بې ساری دی.
په ۲۰۲۲ زېږديز کال کې په چین کې د کمو ماشومانو د زیږون له امله په نفوسو کې ۸۵۰ زره تنو کموالی راغلی چې په تېرو ۶۱ کالونو کې بې ساری دی.
د رسنیو د معلوماتو له مخې په چین هېواد کې په تېر ۲۰۲۲زېږديز کال کې ۸۵۰ زره نفوس کم شوي چې په تېرو ۶۱ کالونو کې بې ساری ګڼل کیږي او په دې سره په یاد کال کې د نفوسو ټولیز شمېر ۱.۴۱ میلیاردو ته رسیږي.
په ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې په چین کې اته میلیونه پنځه سوه شپیته زره ماشومان زېږېدلي وو چې په مجموعي ډول یې د نفوسو شمېر یو میلیارد او څلور سوه زرو ته رسېدو.
د یوې څېړنې له مخې کېدای په 2023 م کال کې هندوستان د چین ځای ونیسي او په نړۍ کې د زیاتو نفوسو لرونکی لومړنی هېواد وګڼل شي.