جدی 26, 1401 12:07 Asia/Kabul
  • د پروان ولایت په اړه معلومات دلته ولولئ!

پروان ولایت د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه یو ولایت دی. د دغه ولایت مرکز چاریکار دی چې له کابل څخه ۶۴ کیلومتره واټن لري.

د دغه ولایت مساحت ۵۹۷۴ کېلومتره مربع دی او په ۲۰۱۹ کال کې یې نفوس ۷۳۷۷۰۰ تنه و. پروان له لسو ولسواليو څخه جوړ دی چې 1322 کلي لري. پروان ولایت په شمال کې له بغلان، په ختیځ کې له کاپیسا او پنجشیر، په جنوب کې له کابل او میدان وردګو او په لویدیځ کې له بامیان ولایت سره ګډه پوله لري.

پروان د افغانستان یو له مرکزي ولایتونو څخه دی چې هزاره او سادات سیمې په کې شاملې دي. د پروان ولایت ځینې برخې لکه بګرام او فندقستان د پام وړ تاریخ لري. په پروان ولایت کې د پلازمینې کلتوري نفوذ هم د پام وړ دی. په ځانګړې توګه شمالي میدانونه او د چاریکار ښار.

د پروان ډېری مساحت او نفوس د غوربند په دره او څانګو کې پروت دی، خو ختیځې سیمې يې له کابل څخه مزارشریف ته د لویې لارې په غځولو او پلازمېنې ته د نږدې کېدو له امله ډېر پرمختګ او اسانتیاوې ترلاسه کړی دی. د سالنګ دره، د غوربند دره، د ترکمان دره، سرخ دره او د پارسا دره او د شنه شمالي میدانونه د دغه ولایت ښکلي طبیعت لري. د غوربند له درې تر د شيبرکوتل پورې سړک په جوړیدو سره به د دغه ولایت شمال او جنوب ته غځیدلې لارې اسانه شي. د پروان ولایت مساحت د یو شمیر سرچینو له مخې شاوخوا ۵۷۱۵ کیلومتره مربع اټکل شوی او نفوس یې شاوخوا ۶۰۰۰ زره اټکل شوی دی. خو يو شمېر نورې سرچينې د دغه ولايت نفوس او مساحت له دغه شمېر څخه زيات يا کم بولي. 

 

Image Caption

 

ګل غونډۍ د دغه ولايت په مرکز کې يو له مشهورو او تفريحي سيمو څخه ده، چې ارغواني ګلونه يې د شاعرانو له خوا ستايل شوي او د پسرلي په موسم کې له کابل او نورو ولايتونو خلک راټولېږي او دلته تفريح کوي.  دغه ولایت شاوخوا ۷۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه لري، چې انګور، ممیز، لبنیات، غنم، کچالو، جوار او لوبیا یې مهم حاصلات دي.

د پروان مېوې او انګور هم ډېر مشهور دي. د دغه ولايت په مرکزي سيمو کې بېلابېل سبزيجات کرل کېږي، چې ځينې يې د کابل په بازارونو کې پلورل کېږي. د سرخ پارسا، شيخ علي، سياه ګرد، شينوارو او کوه صافي ډېری وګړي مالداره دي. 

  پروان ولایت له څلورو سیندونو څخه اوبه ترلاسه کوي چې عبارت دي له:

د پنجشیر سیند

د سالنګ سیند

غوربند سیند

شتل سیند

د سالنګ، پنجشېر، غوربند، شتل او باریک آب د پروان له اوبو څخه سرچینه اخلي. دارنګه د "باریک اب" په نوم یو بل سیند له جنوب لویدیځ څخه د پروان درې ته ننوځي، خو دغه سیند موسمي اوبه لري او تل اوبه نه لري.

تگ