جدی 24, 1401 12:18 Asia/Kabul
  • د جلال اباد ښار په اړه معلومات

جلال اباد د ننګرهار ولایت مرکز او د افغانستان په ختيځ کې پروت سوداګریز ښار دی.

جلال آباد یا جلالکوټ د کونړ او کابل سیند په د يوځای کېدو په سیمه کې پروت دی. جلالکوټ د ننگرهار ولایت (مرکز) دی. دغه ښار د ۹۰ کیلومتره لوی لاری په وسیله له کابل ښار سره نښلي. او د په همدې واټن سره په ختیځه برخه کې د گاونډي هېواد له پېښورښار سره نښلي.

دا رنگه جلالکوټ د ختیځو سیمو ستر سوداگریز او ټولنیز مرکز هم دی.

جلال اباد د ننگرهار ولایت مرکز “ لومړی درجه ولایت دی ” او  دافغانستان په ختیځ کې د تورخم پر موقتي پوله پروت دی.

دغه ښار دافغانستان یو له پنځو لویو ښارونو څخه شمیرل کیږي (کابل، هرات، کندهار او مزارشریف) او گڼ نفوس لري. دغه ښار دگرمې هوا او زیاتې زرغونتیا له امله په همیشه بهار نومول شوی. دجلال اباد ښاروالي په کال ۱۳۲۷ لمریز کې جوړه شوی او دنواحیو دمدیریتونو داټکل پربنسټ نفوس یې ۸۳۲۰۲۲ نفرو ته رسیږي او شپږ ناحیې او ۷۶ گذره لري.

ددغه ښار زیات اوسېدونکي په پښتو ژبه غږیږي او ورپسې دري او پشه یی راځي. هندي په دې ښار کې د لږکیو ژبه ده.

جلال اباد د ننگرهار په شمالي برخه کې پروت دی او ۲۷ کیلو متره مربع مساحت لري. د یادولو وړ ده چې دجلال اباد ښار له څلورو خواوو څخه ۱۳ کیلو متره مربع غیر پلاني پراختیا کړې او ماستر پلان یې یواځي ۷۰٪ پلی شوی.

دجلال اباد ښار(۱۴۲ کیلومتره) او دتورخم دپولې (۷۵ کیلومتره) په عمومي لاره پروت دی. اوس وخت کې جلال اباد یو لوی سوداگریز ښار دی او دمربا، غیر الکولي مشروباتو، دشړشم تیلو، دزیتون غوړیو، المونیمو، مرمر تیږو، المونیمي لوښو، څپلیو گڼډلو، بوټ گنډلو، قالین بافۍ او کنجد په تولید کې شهرت لري. خو دجنگ او کورنیو شخړو کلونو او همداډول څو کلنې وچکالۍ دښار په اقتصادي وضعیت خپل منفې اغیز ښندلی. مالداري، کرنه، سوداگري، خدمات او دکوچنیو لاسي صنایعو صنعت دښاریانو دژوندانه دتېرولو اصلي سرچینې تشکیلوي.

تگ