د شین لغمان ولایت په اړه معلومات دلته ولولئ!
لغمان ولایت د هېوادپه ختيځ کې د همیشه بهار ننګرهار سره څنګ په څنګ ولایت دی او خلک يې د پوهې په ګاڼه سمبال هم دي.
لغمان دافغانسان د (۳۴) ولایتونو له ډلې څخه د هېواد په ختېځ کې پروت ولایت دی. سوېل لورته ېې بدخشان، بل خوا ته یې ننگرهار او کابل، ختېځ لوري ته ېې کونړونه او لوېدیځ پلوته ېې د کاپیسااو کابل ولایتونه دي دکیوشت اوکاشمونډغره لویدیځ ته لغما ن دجنوب له خوا رانېولی دی.
هرڅومره چې دکابل سیند د لغمان ولایت د جنوب له خوا دشمال په لورپرمخ لاړشو، دځمکې جگوالی يې زیاتېږي . لغمان دځېنوروایتونوله مخې له کابل څخه تر پیښوره ټوله سېمه رانېوله. داځای دهغې پخوانۍ لیارې په سرپروت دی اویومهم دمه ځای دی چې له سروبي څخه د بادپېچ(بادپښ)له غاښي رادېخواپه زېړاني دښته کې راتېره شوې اود الېشنگ اوالېنگارد رودونود مخامخ کېدوپه نقطه کې کوم ځای چې د نیسایا لرغوني ښارپروت دی رارسیږي اوله دغه ځایه ادینه پور (دینپور) ، نگاراهار اوبله څانگه ېې دگمبېري په د ښته کې کونړونوته ورغځېدلی ده.
د لغمان پراختیا (۷۲۱۰) کېلومتر مربع ده،نفوس ېې (۳۱۰۶۵۱)کسانوته رسیږي اوپه یوکیلومترمربع ځمکه کې ېې (۴۳)کسه وگړي استوگن دي.
لغمان څلور ولسوالۍ لري چې :دقرغیو، الینگار، الیشنگ، ننگراج ولسوالۍ اودوه علاقدارۍ د دولت شاه اومنډول په نومونولري په اوسنۍ تشکيل کۍ ننگراج دنورستان اړوند شوی اوڅلور ولسولۍ لري:چې دقرغه یي، الينگار، اليشنگ، او دولت شاه په نومونودي. دلغمان ولایت ټول کلي تقریباً (۶۴۰) دي. یومهال دالینایانوله مربوطاتو څخه و او همدا شان دبودایی مدنیت ددې سیمې مرکزیت بلل شوی دی اود اشوکا(دهندي یوریانودکورنۍ پاچا) ددورې ډبرليکونه او هم د درونټې ترڅنگ دیوشمېربودایی آثارو درلودونکي دي. هغه چې دڅېړونکواوپوهانودپوره پاملرنې وړدی او حدودالعالم يې بتخانو ته اشاره کړې ده. مرکزیې کالام(مهترلام)دی.
د لغمان ولایت ولسوالي