جدی 19, 1401 11:49 Asia/Kabul
  • د نوي ډيلي په اړه لنډ معلومات

نوی ډیلی د هندوستان اوسنۍ پلازمېنه او له ښایسته او پراخو ښارونو څخه ګڼل کيږي.

ډیلی(ډهلی) د هندوستان شمال کې پروت دوه یم لوی ښار دی چې ددغه هېواد پایتخت ( پلازمېنه) ده. د ښار مساحت ۱،۴۸۳ کیلومتره مربع دی او ۱۶،۷۵۳،۲۶۵ نفوس لري. د ډېلي په ښار کې د جمنا مشهور سیند هم بهیږي.

د ډهلي ښار کې سرمایه داره وګړي اوسيږي او په کې د لګښت کچه يې تر نورو توپير هم کوي.دغه ښار د پراخوالي له امله د هندوستان په لویو ښارونو کې شمېرل کيږي او د ابادۍ له مخې هم په نړۍ کې له پېژندل شويو ښارونو څخه ګڼل کيږي. 

هندوستان خو هسې هم په رنځپوهنه یا طبابت کې  نوم لري نو په نوي ډيلي کې هم په نړيواله کچه پېژندل شوي روغتونونه شته دی چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ناروغان ورته راځي.

دغه هېواد ته له افغانستان څخه سوداګر او ناروغان تر نورو وګړو ډېر ورځي ځکه له يوې خوا د افغانستان د خلکو راکړه ورکړه ورسره ډېره ده او له بلې خوا له پخوا راهيسې دغې سيمې ته د افغانانو تګ راتګ ډېر دی. د پاکستان له رامنځته کېدو وړاندې د تګ راتګ او سوداګرۍ چاره بیخي اسانه او عامه وه خو د پاکستان په رامنځته کېدو سره دا چاره ستونزمنه شوې.

تگ