تهران ښار راسره وپېژنئ!
دلته درته د ایران هېواد پلازمېنې(تهران) په اړه معلومات درکوو.
تهران د ایران پلازمېنه او د تهران ولایت مرکز دی. د تهران په ښار کې ۸.۷ میلیونه وګړي ژوند کوي، خو په ټوله سره د تهران په ولایت کې بیا ۱۵ میلیونه وګړي اوسیږي. تهران په ټول ایران او لویدیځه اسیا کې یو له تر ټولو زیات وګړنیز ښار دی، چې له قاهرې وروسته په منځني ختیځ کې بیا دویم ستر میټروپولیټن سیمه ګڼل کېږي. د نړۍ په کچه د میټروپولیټن ښارونو په منځ کې په ۲۴ کتار کې راځي. دا ښار همداشان د پرمختګ او راتلونکو معمارویو له اړخه ډېر پېژندل شوی ښار دی، چې تر ټولو مهم یادګارونه یې د زاها حدید له خوا طراحي شوي د میلاد برج او د فرشته پاسارګاد هوټل دی.
په کلاسیکه سیمه کې، چې ځینې برخې یې په اوسني تهران کې شاملي دي، یو وخت د ری ښار و. هغه ښار چې په منځنیو پېړیو کې د عرب، ترک او مغول تېریو له کبله ویجاړ شوی. د نن ورځې ری ښار هغه ښاري سیمه ده چې د تهران په میټروپولیټن سیمه کې شامل ده.
تهران په لومړي ځل په ۱۷۸۶ز کال کې د قاجاریانو د سلسلې د پاچا، اقا محمد خان له خوا د ایران پلازمېنه وټاکل شوه. د دې کار لامل قفقاز سیمې ته د تهران نږدیوالی، چې وروسته بیا د قفقاز سیمه د ایران او روسانو په جګړو کې له ایران څخه بېله شوه. د ایران پلازمېنې د تاریخ په اوږدو کې څو ځلې بدلون موندلی دی، چې په دې ترڅ کې تهران د فارس ۳۲ مه پلازمېنه راځي. په دغه ښار کې په پراخه کچه وداني په ۱۹۲۰ مه لسیزه کې پیل شوه، چې په ۲۰مه پېړۍ کې تهران ته له ټول ایران څخه خلک را کډه شول.
تهران کې زیاتره تاریخي ځایونه شته، له هغې ډلې کولای شو د ګلستان، سعدآباد او نیاوران په نوم شاهانه مجتمع یادې کړو، چېرته چې د ایران وروستۍ دوه د پاچاهۍ سلسلې پکې مېشتې وي. په تهران کې مشهورې ودانۍ د ازادي برج، کوم چې په ۱۹۷۱ز کال کې د پهلوي سلسلې د محمد رضاشاه له خوا د ایران ۲۵۰۰ کلیزې په ویاړ جوړ شو او بل د میلاد برج چې په نړۍ کې شپږم تر ټولو ستر برج دی، چې په اصل کې د شاه له خوا یې پلان جوړ شوی و او په ۲۰۰۷ کال کې بشپړ شو او درېیم یې هم د طبیعت پل دی چې په ۲۰۱۴ز کال کې بشپړ شو.
زیاتره اوسېدونکي یې فارسي ژبې دي او نږدې ۹۹ سلنه یې په فارسي ژبه خبرې کوي. په تهران کې اوسېدونکي د نورو ژبو زیاتره اوسېدونکي هم په فارسي ژبه خبرې کوي.
تهران د (امام خمیني) په نوم یو نړیوال هوايي ډګر، (مهراباد) په نوم داخلي هوايي ډګر، د اورګاډي مرکزي سټیشن، چټک د ترانزیټ سیستم، تهران میترو، د بس ګاډو چټک ترانزیټي سیستم، برقي بسونه او د لویو لارو پراخه شبکه لري.
د هوا د ککړتیا او زلزلو له کبله نورو سیمو ته د ایران د پلازمېنې لېږد، تر اوسه پورې نه دی تصویب شوی. په ۲۰۱۶ز کال کې د (مرسر) له خوا د نړۍ له ۲۳۰ ښارونو څخه تر سره شوې سروې، تهران د ژوند کولو د کیفیت له اړخه په ۲۰۳ کتار کې راوست. په ۲۰۱۶ز کال کې د نړیوالو مقاصدو د ښارونو د شاخص له مخې، تهران په غوره لسو هغو هېوادونو کې راځي چېرته چې زیات شمېر ور مات دي.
د تهران د ښار شورا په ۲۰۱۶ کال کې د اکټوبر ۶مه د تهران د ورځې په نوم ونوموله، کوم چې په ۱۹۰۷ کال کې په همدې ورځ تهران د ایران رسمي پلازمېنه اعلام شوه.