میزان 17, 1402 13:25 Asia/Kabul
  • زهرا جویا د ځوانو رهبرانو نړیوالې غونډې جایزه خپله کړه

د رخشانې رسنۍ مدیرې زهرا جویا د کیوبا، بیلاروس، شمالي امریکا او فلسطین له څلورو خبریالانو سره یوځای د ځوانو رهبرانو د نړیوالې ټولنې د کال د غوره خبریالې جایزه وګټله.

هغې په خپل اېکس کې لیکلي، چې د ښځینه خبریالانو مقاومت او قربانۍ دوی د دې ستاینې وړ ګرځولې دي.

مېرمن جويا په ځانګړې توګه په رخشانه رسنۍ کې خپلو همکارانو ته په اشاره وویل، چې هغوی په زړورتيا سره د هغو ښځو او نجونو غږ او دردونه بيانوي، چې په خپلو کورونو کې بنديانې دي.

دا جایزه هر کال د بېلابېلو هېوادونو اغېزناکو خبریالانو ته ورکول کېږي.

تېر کال د امو تلویزیون مسوول لطف الله نجفی زاده د دې جایزې ګټونکی اعلان شو.

رخشانه رسنۍ په ۱۳۹۹ کال کې تاسیس شوه. دغې رسنۍ په خپله ويبپاڼه کې ليکلي، چې دا يوه خپلواکه رسنۍ ده او په کورنيو او نړيوالو برخو کې د ښځو اړوند مسايلو ته پوښښ ورکوي.