میزان 06, 1402 10:39 Asia/Kabul
  • یوې ۹۲ کلنې هندۍ ښځې د لوستلو او لیکلو خوب پوره او په  ښوونځي کې ځان شامل کړی

د هند د اوتر پردیش ایالت یوې ۹۲ کلنې ښځې په لومړي ځل ځان په ښوونځي کې شامل کړی او په شپږو میاشتو کې یې لیک او لوست زده کړی دی.

سلیمه خان چې اوس کړوسیان لري، وايي کله چې نجلۍ وه، په سیمه کې یې ښوونځی نه و، او تل یې هیله لرله چې لیک او لوست زده کړي.

هغه اوس هره ورځ د خپل یو لمسي د ښځې په مرسته له نورو ماشومانو سره یو ځای ښوونخي ته ځي او همصنفیان یې له هغې څخه اته لسیزې واړه دي.

د سلیمه خان د ښوونځي د تګ خبر وروسته له هغه خپور شو چې د هغې یوه ویډیو چې پکې نوموړې له یو څخه تر ۱۰۰ حساب کوي، په ټولنیزو شبکو کې مشهوره شوه.

هغه وايي: "زما لمسیانو به ماته چل راکاوه او له ما به یې ډیرې پیسې اخیستلې ځکه چې زه د پیسو په حساب نه پوهېدم... خو اوس هغه ورځې لاړې."

د ۲۰۱۱ کال د سرشمېرو له مخې، په هند کې د سواد کچه ۷۳ سلنه ده.

د اوتر پردیش د ښوونې او روزنې یوې محلي چارواکې لکشمي پانډې وویل: "د هغې [سلیمه خان] داستان دا خبره یقیني کوي چې د سواد زده کړه په عمر پورې نه ده تړلې."

پانډې وویل، د ښوونې او روزنې ځايي رضاکارانو سلیمه خان هڅولې وه چې په ښوونځي کې شامله شي.

د سلیمه خان د ښوونځي سرمعلمه پراتیبا شرما وايي، د ښوونځي ځینې ښوونکي په لومړي سر کې په ټولګي کې د هغې د موجودیت په اړه زړه نا زړه وو، خو له زده کړې سره د هغې د لېوالتیا له لیدلو وروسته اوس ښوونکي دغه ستونزه نلري.

د ګنیز نړیوالو ریکارډونو د کتاب له مخې، له دې وړاندې یو کینیایي سړي په ۲۰۰۴ کې د ۸۴ کلونو په عمر په ښوونځي کې له داخلېدو وروسته ابتدايي ښوونخی بشپړ کړ.