سرطان 27, 1402 12:47 Asia/Kabul
  • هغه نجلۍ له پوهنتون فارغه شوه چې ۱۶ کلنۍ کې لیک لوست نه وو زده

سکاټلنډ کې هغه ۲۶ کلنه ښځه له پوهنتونه په لومړۍ درجه فارغه شوه، چې په ۱۶ کلنۍ کې یې لیک او لوست نه شو کولای.

کلویی مک رابرتس تېره اوونۍ له ګلاسکو کالدونین پوهنتون په ټولنیزو چارو کې د فراغت سند ترلاسه کړ.

آغلې رابرتس د لیک او لوست برخه کې له خورا سخت پړاوه تېره شوې، ښوونځي کې یې نه شو کولای لیک لوست وکړي.

نوموړې له څخه له وتلو وروسته د یوې شورا په مالي مرسته پیل شوې پروژه کې زدکړې له سره پیل کړې.

هغه اوس غواړي چې دې ته ورته د نورو ماشومانو ملاتړ وکړي.

آغلې مک رابرتس د بي‌ بي سی راډیو سکاټلنډ سهارنۍ خپرونې ته ویلي:"زه شاوخوا درې کلنه وم، چې پوه شوم لیک او لوست نه شم کولی او چې کله شپږ کلنۍ ته ورسېدم پلار مې مړ شو، دې پېښې راته هر څه لا نور پسې ستونزمن کړل"

نوموړې زیاتوي:"زه تل ټولګي کې ستونزو سره مخ وم، سره له دې چې لیک او لوست مې نه شو کولای، ډاکټرانو دا هم تشخیص کړه چې ذهني تمرکز نه لرم."

هغې تر لومړنیو زدکړو هم ملاتړ ته لاسرسی نه درلود چې ډېره اړتیا یې وه.

دا وايي:"ما نه شو کولی چې ټولګي کې کېنم او درس کې برخه واخلم، خو خوښېدل مې چې هلته اوسم. کله به مې ذهن کې ځینو شیانو ته مانا پیدا کړه او غوښتل مې ویې لیکم خو نه به مې شو کولی، دې کار زه سخته نهیلي کولم."

د مک رابرتس مور د هغې د ملاتړ لپاره خپله دنده پرېښوده، خو سره له دې هم څه بدلون پکی رانغی تر هغې چې له ښوونځي ووتله.

هغه بیا وروسته وتوانېده چې South Ayrshire Council له خوا د زدکړو برخه کې مرسته ترلاسه کړي.

هغه وايي:"دې پروژې راته هر څه له تورو او انځورونو پیل کړل."

"په ځان ویاړم"

مخکې یی حس کوله چې له خپلو همزولو ډېره وروسته پاتی ده او خپه کیده به، خو اوس وايي خوشاله ده.

آغلی مک رابرتس زیاتوي:"پوهېدم چې غواړم پوهنتون ته لاړه شم، خو ډېر راته لېري ښکارېده. له لسو کالو ډېر وخت یې ونیوو چې دې ځای ته ورسېږم، په ځان ویاړم"

هغه اوس معلولو کسانو سره په یوه ډله کې کار کوي، چې د څو نورو ښوونځيو زدکوونکو سره مرسته وکړي.

"ما د بریتانیا د اشارو ژبه هم زده کړه او په هغې کې هم په شرایطو برابره یم او هیله لرم چې وکولای شم خلکو ته دې برخه کې هم شته خنډونه له منځه یوسم."

هغه تېره اوونۍ په لومړۍ درجه له پوهنتون فارغه شوه وايي خپل احساسات په ژبه نه شي بیانولای.

نوموړې زیاتوي:"زه له اندازې ډېر پر ځان ویاړم، زما ټوله کورنۍ پر ما ویاړي، دا مې د ژوند تر ټولو ښکلې شېبه ده."