سرطان 22, 1402 20:21 Asia/Kabul
  • هغه انځور چې لومړی مقام یې خپل کړ

د لینکولن روزنيزو مرکزونو د انځور اخیستو په سيالۍ کې د مريم عالمي لخوا اخيستل شوي انځور لومړی مقام خپل کړ.

دغه سيالۍ «د افغانستان کلتوري ميراث ماته څه معنی لري؟» ترسرلیک لاندې ترسره شوه، چې د ۱۶۰ انځورونو له ډلې، د مريم عالمي لخوا د هرات د جامع جومات اخيستل شوي انځور پکې لومړی مقام خپل کړ.په کابل کې د امريکا سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي چې په افغانستان کې د لينکولن د ۲۶ مرکزونو له خوا، د عکاسانو را استول شوي ګڼ شمېر عکسونه، د ځانګړي پلاوي له ارزولو وروسته کټګوري شول چې په پايله کې يې د هېواد د تکړه عکاسې مريم عالمي له لوري د هرات جامع جومات اخيستل شوی انځور لومړی مقام خپل کړ.