مرسل نبي زاده د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ وکیله وه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_women-i10871-مرسل_نبي_زاده_د_افغانستان_د_ولسي_جرګې_پخوانۍ_وکیله_وه
د پخوانۍ ولسي جرګې غړي وايي چې نوموړې په خپلو خلکو ځورېدله او د بېوسو خلکو چوپړ يې کاوه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جدی 26, 1401 07:00 Asia/Kabul
  • مرسل نبي زاده د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ وکیله وه

د پخوانۍ ولسي جرګې غړي وايي چې نوموړې په خپلو خلکو ځورېدله او د بېوسو خلکو چوپړ يې کاوه.

 د افغانستان یو شمېر سیاسي څېرو د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې د غړې مرسل نبي‌زاده پر وژلو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په دغه هېواد کې د هغو کسانو ژوند خوندي نه‌دی چې له تېر جمهوري نظام سره یې کار کړی دی.

مرسل نبي زاده څوک وه؟

 نوم او د کورنۍ نوم: مرسل نبي زاده

د پلار نوم: غلام نبي

د زېږېدو نېټه: ۱۳۷۲هـ ش

د زېږېدنې ځای (ولسوالۍ/ولایت): د روداتو ولسوالۍ، ننګرهار ولایت

اصلي استوګنځی: ننګرهار ولایت

اوسنۍ هستوګنه: کابل ښار

نوموړې په کابل کې د ولسي جرګې وکیله وه او تر دې وړاندې يې په نادولتي موسسو کې هم کار کړی،  دارنګه د يوه خصوصي ښوونځي سرښوونکې هم وه.