-
په کندهار کې د یووالي او همغږۍ په نوم د والیبال سیالۍ تر پایلوبې ورسېدې
حوت 17, 1401 07:28په کندهار ولایت کې د یووالي او همغږۍ په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ چې د غازي محمد ایوب خان په لوبغالي کې پیل شوي تر پایلوبې ورسېدې.
-
بلخ؛ د موټرسایکل ورزشکارانو ته د ظرفیت لوړونې سمینار ورکړل شو
حوت 17, 1401 07:27په بلخ کې د موټر سایکل ۱۵ ورزشکارانو ته د ظرفیت لوړونې عملي او نظري سمینار ورکړل شو، چې پکې ۱۵ تنو ورزشکارانو وکولی شول د موټر سایکل ځغلونې نوي فنون او قوانین زده کړي.
-
افغانستان؛ د سو کیوکوشین کراټې سبک په اووم پړاو نړیوالو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ
حوت 17, 1401 07:25د ایران په کوربتوب په تهران ښار کې د کب میاشتې له (۱۰ـ۱۲) نېټې پورې د افغانستان، عراق، ليبیا، پاکستان، کردستان او د څلورو ایرانیو لوبډلو ترمنځ د سو کیوکوشین کراټې سبک اووم پړاو سیالۍ ترسره شوې.
-
د غزني په مرکز قرباغي کلي کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
حوت 17, 1401 07:23د غزني په مرکز قرباغي کلي کې د ۱۳ لوبډلو تر منځ، چې یوه لوبډله پکې د اندړو له ولسوالۍ څخه ده، د والیبال سیالۍ پیل شوې.
-
په مرکزي بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
حوت 17, 1401 07:22د بغلان د بدني روزنې او سپورټ امریت د والیبال فدراسیون په همکاري تېره ورځ د کب پر ۱۳مې د اتو لوبډلو ترمنځ د مرکزي بغلان د شهرداري ولسوالۍ په لوبغالي کې د والیبال سیالۍ پیل کړې.
-
لوګر ولایت کې د ۴۰ سوکیو کوشین کراتې ورزشکارانو له خوا نندارې ترسره شوې
حوت 17, 1401 07:20د لوګر ولایت محمد آغې ولسوالۍ په زاهد آباد سیمه کې د دوه کلپونو ۴۰ ورزشکارانو له لوري د سوکیو کوشین کاراتې نندارې ترسره شوې.
-
د کندز په ابدان دښته کې د کورش ۲۲۰ ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې
حوت 17, 1401 07:17د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست او د کورش فدراسیون په همغږي د مرکز او ولسواليو ۲۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کندز په ابدان دښته کې د کورش سیالۍ او نندارې د يوې ورځې لپاره ترسره شوې.
-
کرکټ؛ بنګله دېش په درېیمه سیالۍ کې انګلستان ته ماتې ورکړه
حوت 16, 1401 06:29د بنګله دېش په چټوګرام ښار کې انګلستان د یو ورځنیو لوبو په پیل شوې لوبلړۍ کې وروستۍ لوبه بنګله دېش ته په ۵۰ منډو وبایلله، خو لوبلړۍ یې ۲ د ۱ پر وړاندې وګټله.
-
کوېټه اوس څنګه کولی شي د پلی آف پړاو ته لاره پیدا کړي؟
حوت 15, 1401 08:09په 6 لوبو کې ماتې: کویټه اوس څنګه کولی شي د پلی آف پړاو ته لاره پیدا کړي؟
-
کندز کې د سوکوهنې سیالیو یوولسم پړاو ترسره شو
حوت 15, 1401 07:41په کندز کې د سوکوهنې ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د غوراوي سیالیو د یوولسم پړاو اتلولي د کابل لوبډلې ترلاسه کړه. دا سيالۍ چې د سوکوهنې ملي لوبډلي ته د لوبغاړو د غوراوي په هدف د ۲۵ ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې، اتلولي د کابل لوبډلې ترلاسه کړه.