-
د کندهار په احمد شاهي لوبغالي کې د يووالي او ورورولۍ په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې
حوت 24, 1401 08:28په کندهار کې د يووالي او ورورولۍ په نوم د فوټبال سيالۍ د کندهار د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د کندهار فوټبال فدراسیون له لوري د څلورو پياوړو لوبډلو ترمنځ د شپږ ورځو لپاره پیل شوې.
-
خوست کې د یووالي په نوم د فوټبال سیالیو پایلوبه مټه چینې وګټله
حوت 24, 1401 08:26د خوست ولایت د فوټبال فدراسیون په چوکاټ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې دوه میاشتې وړاندې پیل شوې وې د مټې چینې لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
-
په هلمند کې د ځوانانو باشګاهي فوټبال سياليو اتلولي قيس غني لوبډلې وګټله
حوت 24, 1401 08:24د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او فوټبال فدراسيون له لوري د فوټبال د شپږو لوبډلو ترمنځ پيل شوې سيالۍ د قيس غني لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
-
بلخ؛ د وزلوبې ټورنمنټ نیمه پایلوبې ته څلورو لوبډلو لار ومونده
حوت 24, 1401 08:22په بلخ کې د وزلوبې سیالیو په دوام نن یکشنبه د اتو غوره لوبډلو ترمنځ څلور سیالۍ ترسره شوې، چې په دې سره نیمه پایلوبې ته څلورو لوبډلو لار پیدا کړه.
-
افغان کرکټ بورډ: ملي لوبډله له پاکستان سره لوبلړۍ لپاره پوره چمتووالی لري
حوت 23, 1401 05:45د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې ملي لوبډله له پاکستان سره د راروانې لوبلړۍ لپاره پوره چمتووالی لري.
-
د پاکستان کرکټ بورډ مشر د افغانستان کرکټ بورډ ته خبرداری ورکړی
حوت 23, 1401 05:42د پاکستان د کرکټ بورډ مشر نجم سیټي د افغانستان کرکټ بورډ ته خبرداری ورکړی چې د راتلونکو لوبو پر مهال د خپلو لوبغاړو چلند کنټرول کړي.
-
هندوستان هم د ټېسټ اتلولۍ پایلوبې ته لار پیدا کړه
حوت 23, 1401 05:39په احمداباد ښار کې د اسټرالیا او هند ترمنځ څلورمه ټېسټ سیالي بې پایلې پای ته ورسېده او له دې لوبلړۍ د ترلاسه شویو نومرو پر اساس هند پایلوبې ته ووت.
-
کرېکټ: افغان تنکیو زلمیو بنګله دېش ته لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړه
حوت 23, 1401 05:36د افغانستان د کرېکټ تر ۱۹ کلنو کم عمر ملي لوبډلې د بنګله دېش لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه.
-
کندز؛ د علي اباد ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي د لمر خصوصي ښوونځي لوبډلې وګټله
حوت 22, 1401 07:41د کندز ولايت په علي آباد ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د لمر خصوصي ښوونځي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسيدي.
-
په خوست کې د فوټبال زرغون جام سياليو اتلولي سعدي کلب ترلاسه کړه
حوت 22, 1401 07:35د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ترکۍ کلي د فوټبال لیګ، چې لسو کلبونو پکې برخه اخيستې وه د سعدي کلب په اتلولۍ پای ته ورسېد.