-
هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د فوټسال شپنۍ سیالۍ پیل شوې
حمل 16, 1402 07:52د هلمند ولایت لښکرګاه په مرکز همت ورزشي لوبغالي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال شپنۍ سیالۍ پیل شوې.
-
په کاپیسا ولایت کې د فوټبال رمضان جام سیالۍ
حمل 16, 1402 07:51د کاپیسا ولایت د بدنی روزنې او ورزش امریت د خبر په اساس په دغه ولایت کې تېره ورځ د ۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د نو اباد په ورزشي لوبغالي کې پیل شوې.
-
غزنی؛ د مالستان ولسوالۍ د والیبال سیالیو اتلولي شاهین سبزک لوبډلې خپله کړه
حمل 16, 1402 07:48د غزني ولایت د بدنی روزنې او ورزش امریت په همغږۍ په مالستان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د یووالي په نوم د والیبال سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې، د شاهین سبزک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
-
د هند د کرکټ پخوانی افغاني الاصل لوبغاړی سلیم درانی ومړ
حمل 14, 1402 08:01د هند د کرېکټ يو پخوانی لوبغاړی سليم درانی د ۸۸ کلونو په عمر وفات شو. د هند بېلابېلو ورځپاڼو له هغې ډلې هندوستان ټایمز د یکشنبې په ورځ د سلیم دراني د مړینې خبر ورکړی دی.
-
په پکتیا ولایت کې د روژې مبارکې میاشتې په نامه ورزشي نندارې وشوې
حمل 14, 1402 07:36د پکتيا ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست، د جمناسټیک او سکیټ فدراسیونونو په ګډه همغږۍ د روژې میاشتې تر نامه لاندې ورزشي نندارې ترسره شوې.
-
د بادغيس ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت د تېر ۱۴۰۱ هـ.ل کال ورزشي فعالیتونه
حمل 14, 1402 07:34د بادغيس ولایت د بدني ورزنې او سپورټ آمريت د ورزش د پراختیا او ودې لپاره په تېر ۱۴۰۱هـ.ل کال د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.
-
د افغانستان له نولس کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې د ۶ ویکټو په توپیر سریلانکا ته ماتې ورکړه
حمل 14, 1402 07:32د افغانستان له نولس کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې د فریدون او کامران هوتک د غوره توپ اچونې او د نعمان شاه د ښه بېټنګ په مټ د سریلانکا له نولس کلنو کم عمرې لوبډلې ته د شپږ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د یو ورځینو سيالیو یاد سریز " ۲ـ۰" د افغانستان په ګټه پای ته ورسېد.
-
هلمند؛ د کرکټ ټېپ بال رمضان جام سیالیو په دوام درې سیالۍ ترسره شوې
حمل 14, 1402 07:31دغه سیالۍ چې د یاد ولایت د ورزشي امریت له لوري، د روژې میاشتې له لومړیو راپدېخوا پیل شوې په داوم یې نن درې سیالۍ ترسره شوې.
-
د سرپل ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت د ۱۴۰۱هــ ش کال ورزشي فعالیتونه
حمل 14, 1402 07:29د سرپل ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت په تېر ۱۴۰۱کال کې په دې ولایت کې د ورزش د ودې او پرمختګ په برخه کې د پام وړ هڅې کړې دي او په دې برخه کې یې ښې لاسته راوړنې درلودلې دي.
-
په ننګرهار کې د فوټسال رمضان جام سیالۍ پیل شوې
حمل 14, 1402 07:27د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سیالۍ پيل شوې. په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست د ورزش امر او ورزشي فدراسیونونو پر مسولینو سربېره ورزشکارانو او د ورزش یو شمېر مینوالو ګډون کړی و.