-
په بادغیس ولایت کې د فوټسال رمضان جام حذفي سیالۍ پایلوبې ته ورسېدې
حمل 30, 1402 07:47د دغه ولایت په مرکز قلعه ی نو ښار کې د باغیس د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې ۱۵ ورځې وړاندې په آریانا لوبغالي کې پیل شوې وې، پایلوبې ته ورسیدې. د سیالیو په نیمه پایلوبه کې برادران او امید فرستان لوبډلو سیالي وکړه، چې په پایله کې د ۸-۷ په توپیر د امید فرستان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده. په پام کې ده، چې د یادو سیالیو پایلوبه راتلونکې سه شنبه د مرغومي په ۲۹ مه د امید فرستان او برادران لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
-
په آی پي ایل کرېکټ سیالیو کې نوراحمد ته په لومړي ځل د لوبېدو موقع ورکړل شوه
حمل 28, 1402 07:54په آي پي ایل یا د هندوستان د کرېکټ په غوره لیګ په۲۳مه سیالۍ کې راجستان خپلې سيالې ګجرات لوبډلې ته د ۳ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.
-
د هند او افغانستان تر منځ د کرېکټ درې یو ورځنۍ لوبې کېږي
حمل 28, 1402 07:54ځیو هندي رسنیو خبر ورکړی چې د هند کرېکټ ملي لوبډله به د جون په میاشت کې د افغانستان د کرېکټ له ملي لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.
-
د بادغیس فوټسال رمضان جام حذفي سیالۍ پای لوبې ته ورسېدې
حمل 28, 1402 07:33د بادغیس ولایت په مرکز قلعه ی نو ښار کې د باغیس د سپورت آمریت او فوټبال فدراسیون له لوري د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې ۱۵ ورځې وړاندې په آریانا لوبغالي کې پیل شوې وې، پایلوبې ته ورسیدې.
-
په لغمان کې د واليبال رمضان جام سيالۍ پيل شوې
حمل 28, 1402 07:31د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په غوښتنه د دغه ولايت د والیبال فدراسیون له لوري تېره ورځ د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال رمضان جام سیالۍ پيل شوې. د يادو سياليو لومړۍ لوبه د سولې ارمان راډيو او حاجي پردېس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې سولې ارمان لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳_۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه. بايد يادونه وشي چې د يادو سياليو موخه له نشه يي موادو سره مبارزه ياده شوې ده.
-
په کندهار کې د فوټسال رمضان جام سيالۍ د ستاره ګان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
حمل 28, 1402 07:30د کندهار ولايت په مرکز ښادمن ورزشي جمنازیوم کې د نوموړي ورزشي جمنازیوم د مسئولینو له لوري د فوټسال د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د پیل شويو رمضان جام سیالیو اتلولي او لومړی مقام ستاره ګان لوبډلې خپل کړ.
-
د پکتیا د هاکي رمضان جام سیالیو اتلولي پکتیا اتلانو لوبډلې په خپل نوم کړه
حمل 28, 1402 07:28د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست او هاکي فدراسیون له لوري د پکتیا پوهنتون په ورزشي جمنازیوم کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د هاکي سیالیو اتلولي پکتیا اتلانو خپله کړه.
-
لوګر؛ په مرکز پل علم کې د واليبال رمضان جام سيالۍ پای ته ورسېدې
حمل 28, 1402 07:27د لوګر ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمریت او والیبال فدراسیون په همکارۍ د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
-
زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې
حمل 28, 1402 07:25د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې تېره ورځ د ۱۲ پهلوانانو ترمنځ په طوفان کلب کې د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې.
-
د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئيس په خپل کاري دفتر کې د ايران له استازو سره وکتل
حمل 28, 1402 07:24د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاسا رئيس مولوي عبدالودود حقاني په خپل کاري دفتر کې له ايراني استازو سره په دوستانه ناسته کې وکتل.